Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

جرمني: له افغانستانه د خلکو د خوندي ایستلو هڅو ته دوام ورکوو

کابل (پژواک، ۱۶ تله ۱۴۰۰): د جرمني  د بهرنیو چارو وزارت وايي، له افغانستان څخه د هوا یا ځمکې له لارې د خلکو د خوندي ایستلو هلو ځلو ته دوام ورکوي.

د راپورونو له مخې، د جرمني د بهرنیو چارو وزیر هایکوماس دغه څرګندونې تېره ورځ جرمني ته له پاکستان څخه په یوه چارتر الوتکه کې د ۲۱۷ افغانانو د رسېدو پر مهال کړې دي.

هغه د جزییاتو له ورکولو پرته ویلي چې په راتلونکو اوونیو کې به د کسانو د ایستلو لپاره نورې لارې پرانیزي.

دا په داسې حال کې ده چې امریکا، جرمني او بریتانیا ويلي چې لا یې هم ګڼ شمېر اتباع په افغانستان کې پاتې دي او هڅه کوي چې ژر یې وباسي.

دا په داسې حال کې ده چې یادو هېوادونو د مخکني حکومت تر ړنګېدو وروسته، ګڼ شمېر خپل اتباع او دغه راز یو شمېر هغه افغانان چې له هغوی سره یې کار کړی، له افغانستانه ایستلي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.