کابل (پژواک، ۱۹ تله ۱۴۰۰): امريکا په افغانستان کې خپلو اتباعو ته امر کړی چې د کابل له سرينا هوټل څخه ووځي او د دغه هوټل شاوخوا سیمو ته دې له ورتلو ډډه وکړي.
په افغانستان کې د امریکا متحده ایالتونو سفارت پر خپله ويبپاڼه د دغو څرګندونو ترڅنګ لیکلي چې دغه امر د امنیتي ګواښونو له امله شوی دی.
سرچینې د دغو ګواښونو په اړه جزئیات نه دي ورکړي. د راپورونو له مخې، بريتانيا هم ورته څرګندونې کړې دي.
د افغانستان حکومت تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ویلي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP