Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

په سمنګان کې د انجې (هنګ) بیه درې برابره لوړې شوې ده

ایبک (پژواک، ۲۰ تله ۱۴۰۰): د سمنګان بزګران سږ کال د انجې (هنګ) له حاصلاتو څخه خوښ دي او وایي چې د یاد نبات د زیاتو حاصلاتو ترڅنګ بیه یې هم درې برابره لوړه شوې ده.

انجه یو طبي بوټی دی چې د هغه له ریښې څخه سور رنګ ته مایله سپینه شیره راوځي چې له دغې شیرې څخه د درملو په جوړولو او د خوراکي توکو په مزدار کولو کې ګټه ترې اخیستل کیږي.

د سمنګان د کرنې او مالدارۍ ریاست د ځنګلونو د طبیعي سرچینو مدیرعبدالغفورکریمي له جزییاتو ورکولو پرته پژواک ته وویل چې سږکال د انجې حاصلات ډېر شوي دي.

هغه په ډاګه کړه چې تېرکال یوه کیلو انجه په ۴۵۰۰ افغانۍ پلورل کېده، خو سږکال د هغې بیه شاوخوا ۱۳۰۰۰ افغانیو ته لوړه شوې ده.

هغه زیاتوي چې سږ کال د انجې حاصلات اویا ټنو ته رسېدلي دي.

د سمنګان مرکز د ګل قشلاق کلي یو بزګر حاجي سیف الدین وایي چې په دوه جریبه ځمکه کې یې   انجه کرلې وه چې سږکال یې پنځوس کیلوګرامه حاصل کړی او له امله یې ۶۵۰ زره افغانۍ لاسته راوړې دي.

یوه سوداګر محمدامین بای وویل:« ما په تېرکال کې له یو ټنه زیات انجه اخیستې وه نو نرخ ټیټ و ګټه مې نه وه کړې، خو سږکال مې له بزګرانو څخه له درېیو ټنو زیاته انجه واخیستله، بیه یې هم لوړه شوه او   ډېره ګټه مې وکړه.»

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.