Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

خلک : په لوګر کې لا هم ګڼ شمېر مهمې دولتي ادارې تړلې دي

پل علم (پژواک، ۲۰ تله ۱۴۰۰): د لوګر ګڼ شمېر اوسېدونکي شکایت کوي چې د طالبانو له راتګ وروسته په دغه ولایت کې لا هم ګڼې مهمې دولتي ادارې تړلي چې د دوی کارونه یې په ټپه درولي او له ستونزو سره مخ دي.

استیناف محکمه، استیناف څارنوالي، د حقوقو ریاست، د احصايې او معلوماتو ملي اداره، د تذکرو د وېش مرکز، د کانونو ریاست، د ښار جوړولو او ځمکو ریاست او ګڼې نورې هغه ادارې دي چې دروازې یې د مراجعینو پر مخ تړلې دي.

د پل علم د کلنګار سیمې یوه قومي مشر سید امرالدین پژواک خبري اژانس ته وویل، نږدې دوه میاشتې کېږي چې طالبان پر هېواد واکمن شوي، خو لا هم نه دي توانېدلي چې خلکو ته سم خدمات وړاندې کړي.

هغه زیاتوي، په دغه ولایت کې د ډېرو مهمو دولتي ادارو دروازې تړلې دي.

دی وايي: ((زه د تېر حکومت له مهاله په محکمه کې دعوا لرم، یو کس په فریبکارۍ پیسې راڅخه اخیستې دي، له تېرو دوو میاشتو راهیسې محکمه تړلې ده، زما دوسیه بې سرنوشته پاتې ده، حکومت دې د خلکو ستونزو او دعوو ته په کتو محاکم او څارنوالۍ ژر پرانیزي.))

د محمدا غې ولسوالۍ د کتب خېلو سیمې اوسېدونکي چې په پل علم کې د محکمې مخې ته ولاړ و، پژواک ته وویل، دا مې څووم ځل دی چې ولایت ته راځم، څو په څارنوالي کې خپله ستونزه حل کړم خو لا یې هم دروازه تړلې ده.

هغه وايي: ((ولس ډېرې ستونزې او دعوې لري چې په محاکمو کې باید حل شي، ولې طالبان تر اوسه نه دي توانېدلي چې داسې مهمې ادارې د خلکو پر مخ پرانیزي، که عدلي او قضايي ارګانونه همداسې تړلي وي نو د خلکو دعوې به په دښمنیو واوړي او جرمونه به ډېر شي.))

د ده په خبره، حکومت داسې نه کېږي، ولس خدمات او کار غواړي، د هرې ورځې په تېرېدو د خلکو ستونزې ډېرېږي، طالبان باید په دې برخه کې جدي ګامونه واخلي.

د بره کي برک د زقوم خېلو سیمې اوسېدونکي شاه اغا پژواک اژانس ته وویل، له کومې ورځې راهیسې چې طالبانو د چارو واګې تر لاسه کړي، ډېرې دولتي ادارې تړلې دي او هغه چې پرانیستې دي کم خدمات په کې وړاندې کېږي.

دی زیاتوي، غواړي د هویت تذکره واخلي او وروسته په محکمه کې رسمي نکاح خط جوړ کړي، خو بدبختانه دا دواړې مهمې ادارې تړلې دي، هره ورځ ګڼ کسان راځي خو بېرته ناهیلي ستنېږي، که طالبان په رښتیا غواړي حکومت وکړي نو ولس ته دې په هره برخه کې اسانتیاوې او خدمات برابر کړي.

ده وویل: ((زه د طالبانو له مرکزي چارواکو غواړم چې د خلکو ستونزو ته پام وکړي، دلته ډېرې ادارې تش په نوم خلاصې دي، مامورین یې دندو ته نه راځي او د خلکو کارونه په وخت نه کېږي.))

څو ځلې مو هڅه وکړه د خلکو د دغو ستونزو په اړه د ولایت مقام او اطلاعاتو او کلتور ریاستونو نظر واخلو، خو له ډېرو اړیکو نیولو سربېره خبرو ته حاضر نه شول.

خو طالب چارواکو په وار وار ویلي چې په تدریجي توګه به په مرکز او ولایتونو کې ټولې خدماتې ادارې پرانیستل شي او خلکو ته به خدمات وړاندې شي.

  . . .

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.