ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د اندونیزیا یوه خیریه بنسټ له افغانستان سره ۷۰۰زره ډالره مرسته اعلان کړه

د اندونیزیا یوه خیریه بنسټ له افغانستان سره ۷۰۰زره ډالره مرسته اعلان کړه

author avatar
13 Oct 2021 - 14:45
د اندونیزیا یوه خیریه بنسټ له افغانستان سره ۷۰۰زره ډالره مرسته اعلان کړه
author avatar
13 Oct 2021 - 14:45

کابل (پژواک، ۲۱ تله ۱۴۰۰): په افغانستان کې د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق (یونیسف) وايي چې د اندونیزیا هېواد طاهر خیريه بنسټ له افغانستان سره ۱۰ میلیارده اندونیزیايي پیسې وړیا مرسته اعلان کړه.

په افغانستان کې د یونيسف څانګې په خپلې ټوېټرپاڼه کې لیکلي، یادې پیسې چې ۷ سوه زره امریکايي ډالره کېږي، د یونیسف له لارې به په افغانستان کې ولګول شي.

سرچینې زیاته کړې چې په دغو پیسو به اړمنو ښځو او ماشومانو ته روغتیايي او خوراکي توکي هم برابر کړل شي.

سرچینې لیکلي چې د طاهر خیريه بنسټ یاده مالي مرسته په اندونیزیا کې د یونیسف استازې دبورا کامیني ته سپارلې ده.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.