کابل (پژواک، ۲۱ تله ۱۴۰۰): د سمنګان ولایت د ورزش امریت وایي چې د ژوندون درې او تاتار مدرسې لوبډلو د والیبال خزاني سیالۍ پای ته ورسېدې او د دره ژوندون لوبډله د سمنګان ولایت د مني ټورنمنټ اتلولي خپله کړه.
د سمنګان ولایت ورزشي امر حمیدالله فیضي په همدې مناسبت جوړه شوې ناسته کې وویل چې یوه میاشت مخکې د سمنګان د بدني تربیت او ورزش امریت د والیبال خزاني سیالۍ چې یوه میاشت مخکې پیل شوې وې، د دره ژوندن لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
هغه زیاته کړه، د والیبال لوبډلو د دې سیالۍ په پایلوبه کې دره ژوندون لوبډلې د تاتار مدرسې لوډلې ته یو پر درې ماتې ورکړه او د یادو سیالیو د اتلولۍ جام یې وګاټه.
هغه دغه راز وویل چې د داسې سیالیو له ترسره کولو یې موخه د قومونو ترمنځ د سولې، دوستۍ او یو بل منلو لپاره وې.