لښکرګاه (پژواک، ۲۱ تله ۱۴۰۰): د هلمند په مرکز لښکرګاه کې د ملکه ثریا ۵۰ بستریز روغتون ۱۰۳ تنو کارکوونکو د تېرو ۱۱ میاشتو معاشونه نه دي اخیستي.
دغه روغتون چې د مور او ماشوم اړوند روغتیايي خدمات وړاندې کوي، کارکوونکي یې له سختو ستونزو سره مخ دي.
د دغه روغتون یوه کارکوونکي صبغت الله پژواک خبري اژانس ته وویل، د تنخوا د نه ترلاسه کولو له امله له سختو ستونزو سره مخ دی.
هغه زیاته کړه: ((په دغه روغتون کې ډېر داسې بې وزلي خلک کار کوي چې له معاش بغیر بل هیڅ عاید نه لري، خو اوس چې یې معاشونه ځنډېدلي ان د یوه وخت ډوډۍ هم نه لري.))
نوموړی د هلمند له ولایتي چارواکو غوښتنه کوي چې د دغه روغتون د کار کوونکو د معاش ستونزه دې حل کړي.
د دغه روغتون بل کارکوونکی عبدالبصیر وايي، د معاشاتو د نه د اخیستلو له امله له سختو ستونزو سره مخ دی، ان د موټر سایکل لپاره د تېلو پیسې نه لري چې روغتون ته پرې ځان ورسوي.
دی هم غوښتنه کوي چې د معاش ستونزه دې یې حل شي.
ده وویل: ((یوولس میاشتې کېږي چې معاش مې نه دی اخیستی، ټول کور په همدې معاش چلوم، د معاش د نشتوالي له امله د کور وسایلو خرڅولو ته مجبور شوی یم.))
خو ده دا یادونه وکړه چې که د روغتون د کارکوونکو د معاشاتو د ځنډ ستونزه حل نه شي نو ښايي ټول خپلې دندې پرېږدي.
د یاد روغتون ښځینه کارکوونکې هم د معاشاتو له ځنډېدو شکایت کوي او وايي دوی هم د تېرو یوولسو میاشتو معاش نه دی اخیستی.
د دغه روغتون یوې کارکوونکې ملالۍ پژواک اژانس ته وویل، ژمی په را رسېدو دی، د ماشومانو د نسونو مړولو لپاره پیسې نه لرو دا خو لیرې ده چې هغوی ته تودې جامې واخلو.
هغې ګواښ وکړ که د دوی د معاشاتو د ځنډ ستونزه حل نه شي نو اړ دي چې د روغتون دروازه وتړي او لاریونونه وکړي.
د هلمند ولایت د عامې روغتیا ریاست مالي او اداري مسوول ممتاز احمد پژواک خبري اژانس ته وویل، د ریاست اړوند کمېسیون له اصولو سره سم مو مالیې وزارت ته په دې اړه مکتوبونه لېږلي دي.
هغه هیله وښوده چې ژر به د ملکه ثریا روغتون د کار کوونکو د معاشتو ستونزه حل شي.
د یادونې ده، له تېرو څو میاشتو راهیسې د دغه روغتون کار کوونکو د خپلو معاشاتو د اجرا کولو په موخه غږ پورته کړی خو تر اوسه نه دی اورېدل شوی.
له تېرو دوو میاشتو راهیسې چې طالبانو په هېواد کې د چارو واګې تر لاسه کړي، ګڼې ادارې له ورخته برخلیک سره مخامخ دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP