ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

‏افغانستان بانک د اجمل احمدي ۶،۵ میلیونه افغانۍ کنګل کړې دي

‏افغانستان بانک د اجمل احمدي ۶،۵ میلیونه افغانۍ کنګل کړې دي

author avatar
14 Oct 2021 - 15:57
‏افغانستان بانک د اجمل احمدي ۶،۵ میلیونه افغانۍ کنګل کړې دي
author avatar
14 Oct 2021 - 15:57

کابل (پژواک، ۲۲ تله ۱۴۰۰): د افغانستان بانک یوه سرچینه وايي چې د دغه بانک د مخکني سرپرست اجمل احمدي ۶،۵ میلیون افغانۍ کنګل شوې دي.

اجمل احمدي مخکني ولسمشر محمد اشرف غني ته نږدې کس و چې د جمهوریت له ولسي جرګې یې د باور رایې نه اخیستلو په صورت کې هم د افغانستان بانک د سرپرست په توګه دنده ترسره کوله.

د افغانستان بانک یوه سرچینه چې نه غواړي نوم یې خپور شي، پژواک خبري اژانس ته وویل چې ددغه بانک مسوولينو د بانک د پخواني سرپرست اجمل احمدي د معاش له مدرکه شاوخوا شپږ میلیونه او ۵۰۰ زره افغانۍ کنګل کړې دي.

دا په داسې حال کې ده چې دوه میاشتې وړاندې طالبانو کابل ونیوه او څو ورځې وروسته یې خپله یوه سرپرسته کابینه اعلان کړه او د افغانستان بانک نویو مسوولینو د مخکني حکومت د پخوانیو لوړ پوړو چارواکو د حسابونو تړلو یو مکتوب هم صادر کړ.

د سرچینې په وینا، د احمدي پیسې هم ښايي د یاد مکتوب پر اساس بندې شوې وي.

پژواک دغه موضوع د اطلاعات او فرهنګ وزارت د نشراتي مرستیال ذبیح الله مجاهد له سکرټر بلال کریمي سره هم شریکه کړه خو تر اوسه يې ځواب نه دى ورکړى.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.