Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

په خاص اروزګان ولسوالۍ کې سلګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شوې

ترینکوټ (پژواک، ۲۲ تله ۱۴۰۰): د اروزګان ولایت په خاص اروزګان ولسوالۍ کې د یوې مرستندویې ادارې په مرسته سلګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.

د دې ولسوالۍ شاوخوا ۳۰۰ اوسېدونکي د خپلو ویالو او کانالونو په پاکولو سره هره ورځ یوه اندازه پیسې هم ترلاسه کوي.

د خاص اروزګان ولسوال مولوي راشد پژواک خبري اژانس ته وویل، په دې ولسوالۍ کې یې د ویالو او کانالونو پاکولو چارې پیل کړې چې شاوخوا ۳۰۰ کسانو ته یې په کې د کار زمینه برابره کړې ده.

هغه زیاته کړه، دغه کار له دوی سره په همغږۍ د افغانستان د بیا ودانولو موسسې/ NCC په مرسته پر مخ وړل کېږي.

دی وايي، دغه پروګرام به اوږدمهال وي چې له مخې به یې هم د دې ولسوالۍ ویالې او کانالونه پاک شي او هم به خلکو ته ته د نفقې پیدا کولو زمینه برابره شي.

د ده په خبره، هڅې یې پیل کړې څو د مرستندویه ادارو په مرسته ورته نور پروګرامونه هم پیل کړي.

په خاص اروزګان کې د NCC موسسې مسوول خادم پژواک خبري اژانس ته وویل، هره ورځ شاوخوا ۳۰۰ کسان د ویالو او کانالونو پاکولو په دغه پروګرام کې کار کوي چې هر یوه ته د ورځې ۳۰۰ افغانۍ معاش ورکول کېږي.

دی زیاتوي، د دغه پروګرام موخه دا ده چې هم خلکو ته د کار زمینه برابره شي او هم د هغوی ویالې او کانالونه پاک شي.

ده خبر ورکړ چې ژر به په دې ولسوالۍ کې له بېوزلو کورنیو سره نورې بشري مرستې هم پيل کړي.

د خاص اروزګان ولسوالۍ اوسېدونکي خوښ دي چې په اوسنیو سختو شرایطو کې د کار زمینه ورته برابره شوې ده.

صبغت الله یو له هغو کسانو دی چې په دغه پروګرام کې کار کوي، ده پژواک ته وویل، هم خپلې ویالې او کانالونه پاکوي او هم د ورځې ۳۰۰ افغانۍ ترلاسه کوي.

د ده په خبره، اړوندې موسسې دوی ته دستکشې، بېلچې او نور کاري وسایل هم ورکړي دي.

نوموړی له حکومت او مرستندویه ادارو غوښتنه کوي چې ورته پروګرامونه په نورو ولسوالیو او کلیو کې هم پیل کړي.

په داسې حال کې چې بې روزګاري او اقتصادي ستونزې په ډېرېدو دي، د هېواد په دغه برخه کې خلک دغسې کاري زمینو برابرولو ته خوشحاله دي او د دوام غوښتنه یې کوي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.