کابل (پژواک، ٢٣ تله ١٤٠٠): د حکومت له خوا د نوو ګومارنو په لړ کې دا ځل شيخ عبدالحيکم حقاني د سترې محکمې د سرپرست په توګه ټاکل شوى دى.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د مرستيال ذبيح الله مجاهد سکرتر بلال کريمي په خپله ټويټرپاڼه کې ليکلي چې شيخ عبدالحکيم حقاني د سترې محکمې د سرپرست په توګه ټاکل شوى دى.
هغه دا هم ويلي چې مولوي قاسم ترکمن د شيخ عبدالحکيم حقاني د لومړي مرستيال او مولوي عبدالمالک يې د دويم مرستيال په توګه ګومارل شوي دي.
دغه نوې ګومارنې په داسې حال کې دي چې افغانان او نړيوال ټينګار کوي چې طالبان بايد تولګډون حکومت جوړ کړي او ټولو ته په کې ونډه ورکړي.
Views: 928
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن