غزني (پژواک، ۲۴ تله ۱۴۰۰): د غزني ولایت کروندګر وايي، سږ کال یې پر خپلو ځمکو پیاز او رومیان کرلي چې ښه حاصلات یې ورکړي دي، خو ستونزه دا ده چې بیې یې ټیټې او بازار نه لري.
هغوی وايي، سوداګر زړه نه ښه کوي چې له دوی پیاز او رومیان واخلي څو تر کورنیو او بهرنیو مارکېټونو یې ورسوي.
د غزني ولایت د دهیک ولسوالۍ یوه کرونګر محمدیوسف پژواک خبري اژانس ته وویل، سږ کال یې له خپلې ځمکې شاوخوا ۵ زره ټنه د پیازو حاصلات اخیستي، خو تر اوسه یې سوداګر نه دی موندلی چې ويې پېري.
هغه زیاته کړه، په دې وروستیو کې په دغه ولایت کې د کروندګرو پام د پیازو او رومیانو کرلو ته شوی او په پراخه کچه کرل شوي دي.
دی وايي، د خریدار او بازار نشتوالی لویه ستونزه ده، ځکه کروندګر فصل په فصل زحمت وباسي، لګښت وکړي خو چې حاصلات واخلي نو مارکېټ نه شي ورته موندلای.
د ده په خبره، همدا اوس په غزني کې د یوه من پیازو بیه ۲۰ افغانیو او د یوه من رومیانو بیه آن ۱۰ افغانیو ته راټیټه شوې ده.
یو شمېر نور کروندګر بیا د دغې ستونزې د حل لپاره د سړو خونو پر جوړولو ټینګار کوي او وايي، که غزني کې سړې خونې موجودې وای نو کروندګرو به خپل حاصلات په کې ساتلای او د اړتیا پر مهال به یې بازار ته وړاندې کولای.
محمد انور یو له هغو کروندګرو دی چې پر خپله ځمکه یې رومیان کرلي دي، دی وايي هر کال په دې وخت کې د پیازو او رومیانو بیې رالوېږي خو څو میاشتې وروسته څو برابره لوړېږي.
د ده په خبره، که سړې خونې وای نو کروندګرو به خپل محصولات په کې ساتلای او نه به ضایع کېدلای.
دی وايي، کروندګرو د تېر حکومت پر مهال هم په وار وار د سړو خونو د جوړولو غوښتنې وکړې خو له ژمنو سربېره عملي اقدام ونه شو.
د غزني یوه بل کروندګر خان محمد پژواک ته وویل دا چې د رومیانو بیې ټیټې دي او اوسمهال بازار نه لري، اړ شو له خپلې ځمکې ترلاسه کړي ۵۰۰ منه رومیان وچ کړي.
هغه زیاته کړه: ((یو من رومیان چا په ۱۰ افغانۍ هم نه اخیستل، اخر مجبور شوم ټول مې وچ کړل.))
اوسمهال په غزني کې یو من پیاز په ۲۰ افغانۍ او یو من رومیان په ۱۰ افغانۍ پلورل کېږي خو د ژمي په موسم کې د یو من پیازو بیه ۲۸۰ یا ۳۰۰ افغانۍ او د یو من رومیانو بیه ۴۵۰ افغانيو لوړېږي.
ډېر مهال همدا پیاز په ډېره ارزانه بیه پاکستان ته وړل کېږي او د ژمي په موسم کې بیا افغانستان ته راوړل کېږي او په لوړه بیه پلورل کېږي.
د غزني د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس محمد فایض غزني وايي، کوم تړونونه چې پخوا په غزني کې د سړو خونو د جوړولو په موخه شوي وو، تر کار لاندې دي چې له مخې به یې ژر دلته د سړو خونو جوړولو چارې پیل شي.
هغه زیاته کړه: ((رښتیا هم د غزني د کروندګرو ډېره برخه حاصلات د سړو خونو د نشتوالي له امله ضایع کېږي، موږ تېر قراردادونه تعقیبوو او تر کار لاندې دي، ژر به یې خلاص کړو او په غزني کې به سړې خونې جوړې کړو.))
دی وايي، د دې تر څنګ مرکزي حکومت د لارو د خلاصون هڅې پیل کړي چې ورسره به د غزني د پیازو او رومیانو بازار ګرم شي او کروندګر به وکړای شي خپلو حاصلاتو ته بازار پيدا کړي.
غزني کرنیز ولایت دی چې د پيازو او رومیانو تر څنګ یې غنم، انګور، الوبخارا، زردالو، کچالو او مڼې مهم پیداوار دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP