کندهار (پژواک، ۲۴ تله ۱۴۰۰): د کندهار ښار د تېرې ورځې د خونړۍ پېښې د ټولو قربانیانو شمېر ۱۳۷ تنو ته ورسېد چې ۴۷ تنه وژل شوي او ۹۰ تنه نور ټپیان شوي دي.
بل خوا نن د پېښې د قربانیانو د جنازې مراسم هم تر سره شول چې سلګونو کسانو په کې ګډون کړی وو.
دغه برید تېره ورځ د کندهار ښار په فاطمة الزهرا امام بارګاه کې د جمعې د لمانځه پر مهال وشو.
د کندهار د میرویس حوزوي روغتون یوه مسوول چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، پژواک خبري اژانس ته وویل، د پروني برید د وژل شوو کسانو شمېر ۴۷ تنه او د ټپیانو شمېر ۹۰ ته رسېدلی دی.
هغه زیاته کړه، د وژل شوو شمېر له هغه وروسته لوړ شو چې یو شمېر ټپیانو د ژورو ټپونو له امله ساه ورکړه.
سرچینه وايي، د ټپیانو د ښې درملنې لپاره ټول اقدامات شوي خو لا هم د ځینو ټپیانو روغتیايي حالت اندېښمنوونکی دی.
دی وايي، له پېښې وروسته په سلګونو کسانو روغتون ته ځانونه رسولي او له ټپيانو سره یې د وینې مرسته کړې ده.
د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مرستیال مولوي شمس الله صمیم هم پژواک خبري اژانس ته وویل چې په دې پېښه کې ۴۷ تنه وژل شوي او د ټپیانو شمېر له ۶۰ پورته دی.
ده د پېښې په اړه نور جزییات ور نه کړل خو ویې ویل چې امنیتي مسوولین په دې اړه څېړنه کوي.
د کندهار ښار د لومړۍ ناحیې اوسېدونکي او د اهل تشیع یوه قومي مشر ابراهیم محسني پژواک خبري اژانس ته وویل، په پرونۍ پېښه کې ۴۷ تنه وژل شوي او ۹۰ تنه نور ټپيان شوي دي.
هغه زیاته کړه، ټاکل شوې ده نن د ټولو قربانیانانو د جنازې مراسم تر سره شي او د کندهار ښار په پنج آب سیمه کې ډله ییزو قبرونو کې خاورو ته وسپارل شي.
د ده په خبره، نیمايي کسان خاورو ته سپارل شوي او نیمايي نور به له غرمې وروسته خاورو ته وسپارل شي.
د جنازې په دغو مراسمو کې سلګونو کسانو برخه اخیستې وه، خو کوم چارواکي په کې ګډون نه وو کړی.
محسني پژواک خبري اژانس ته وویل، پرونۍ پېښې ټول خلک غمجن کړي او ټول د ویر پر ټغر ناست دي.
دی وايي، نه پوهېږي، دا کار به چا کړی وي، خو دا د چارواکو مسوولیت دی چې نه یوازې د دغې پېښې عاملین پیدا کړي، بلکې په راتلونکې کې د دغه راز بدو پېښو مخینوی وکړي.
که څه هم امنیتي چارواکو تر اوسه د دغه برید په اړه بشپړ جزییات نه دي ورکړي، خو یو شمېر سرچینو پژواک خبري اژانس ته وویل چې په دغه برید کې څو تنه ځانمرګي بریدګر ښکېل وو.
د پېښې یوه عیني شاهد مرتضی وايي، په جومات کې په لمانځه ولاړ و چې لومړی ډزې وشوې او بیا پر له پسې دوه چاودنې د جومات دباندې او دوه چاودنې په جومات کې دننه وشوې.
دی وايي، له چاودنو وروسته هرې خوا ته چیغې او نارې وې او د جومات چت او دېوالونه د انسانانو په وینو او غوښو لړلي وو.
د کندهار والي حاجي محمد یوسف وفا په پېښه خواشیني ښودلې او له امنیتي- کشفي ارګانونو یې غوښتي چې ژر تر ژره د پېښې په اړه جدي پلټنې وکړي او مجرمان محاکمې ته وسپاري.
هغه ډاډ ورکړی چې امنیتي ادارې د ټولو خلکو امنیت ساتلو ته ژمنې دي.
د یادونې ده چې د کندهار دغه خونړۍ پېښې په کور دننه او بهر د ګڼو سیاسي مشرانو او هېوادونو له خوا په سختو ټکو غندل شوې ده.
په کندهار کې دا چاودنه په داسې حال کې کېږي چې تېره جمعه د هېواد په شمال ختیځ ولایت کندوز کې هم د اهل تشیع په یوه جومات کې ځانمرګی برید شوی و چې له امله یې ۴۶ تنه وژل شوي وو او ۱۴۳ تنه نور ټپیان شوي وو.
د کندوز د پېښې په څېر د کندهار د پېښې مسوولیت هم داعش ډلې منلی دی.
یادې شوې ډلې په یوې خپرې کړې خبرپاڼې کې ویلي چې دغه برید د دوی دوو وسله والو"انس الخراساني" او "ابو علي البلوشي" کړی دی.
د خبرپاڼې له مخې، لومړی دغو وسله والو پر خلکو ډزې کړي او وروسته یې د هغوی په منځ کې له چاودېدونکو توکو ډک اغوستي واسکټونه چوولي دي.
یاد ډله وايي چې په دغو بریدونو کې یې لسګونو شیعه وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP