ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ترکيي سرتېرو د افغان کډوالو هډونه مات کړي

ترکيي سرتېرو د افغان کډوالو هډونه مات کړي

author avatar
16 Oct 2021 - 11:22
ترکيي سرتېرو د افغان کډوالو هډونه مات کړي
author avatar
16 Oct 2021 - 11:22

کابل (پژواک، ۲۴ تله ۱۴۰۰): د بشري حقونو د څار سازمان وايي چې ترکیي سرتېرو د ځینو افغان کډوالو هډونه مات کړي، د همدې موضوع په اړه د جرمني او ترکيې مشران نن سره خبرې کوي.

دغه سازمان تېره ورځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې ترکيي سرتېري په دغه هېواد کې له افغان کډوالو سره ناوړه چلند کوي او حتی د ځینو هډونه يې مات کړي دي.

سرچنیې لیکلي: “ترکيي سرتېري له نړیوالو قوانینو سره په تضاد کې افغان کډوال وهي- ډبوي او هغه کسان چې د ایران له خاورې ترکیې ته ننوځي، بېرته یې ایران ته شړي. ”

د یاد سازمان د خبرپاڼې له مخې، ترکي پوځيان افغان کډوال ډلې ډلې ایران ته شړي چې د ځینو د کورنۍ غړي هم لا درکه شوي دي.

د بشري حقونو څار سازمان د یوې څېړونکې بلقیس له قوله لیکلي: “ترکيي چارواکي له افغان کډوالو څخه د مصوونیت لپاره د تېښتې او د سیاسي پناه د غوښتنې حق اخلي. ”

دغه سازمان دا هم لیکلي چې نن ټاکل شوې د جرمني لومړۍ وزیره انګېلامېرکل ترکیې ته سفر وکړي او له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره د افغان کډوالو ستونزو په اړه خبرې اترې وکړي.

د سرچینې په وینا، مېرکل به په دې لیدنه کې ترکیه وهڅوي چې د افغان کډوالو جبري ستنول بند کړي، په ډله ییز ډول د هغو د ایستلو او په سرحد کې د افغان کډوالو د مخنیوي د تورونو په اړه د تحقیقاتو غوښتنه وکړي.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.