Language

د کرېکټ نړیوال جام شل اوریزه لوبې نن پیلېږي

کابل (پژواک، ۲۵ تله ۱۴۰۰): د کرکټ نړیوال جام شل اوریزې لوبې‎ نن په متحده عربي اماراتو او عمان کې پیلېږي.

ټاکل شوې لومړۍ لوبه به د کابل پر وخت د ماسپښین دوه نیمې بجې د عمان او پاپوا- نیوګیني لوبډلو ترمنځ وشي.

د یادو لوبو مهالوېش له مخې، د افغانستان لومړۍ لوبه د اکتوبر میاشتې پر ۲۵مه (د لړم دریمه) پلان شوې ده خو د افغان لوبډلې سیاله لوبډله لا نه‌ ده معلومه.

د افغانستان دویمه لوبه به د اکټوبر میاشتې په ۲۹مه له پاکستان سره وي.

د یادونې ده، د افغانستان ملي لوبډلې تېره اوونۍ د یادو لوبو لپاره قطر ته لاړه او هلته یې تمرینات وکړل.

Related Topics