ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سرې مياشتې تېرکال کونړ کې د هغو لسګونو ماشومانو درملنه کړې چې زړونه يې سوري وو

سرې مياشتې تېرکال کونړ کې د هغو لسګونو ماشومانو درملنه کړې چې زړونه يې سوري وو

author avatar
18 Oct 2021 - 14:11
سرې مياشتې تېرکال کونړ کې د هغو لسګونو ماشومانو درملنه کړې چې زړونه يې سوري وو
author avatar
18 Oct 2021 - 14:11

اسعداباد (پژواک، ٢٦ تله ۱۴۰۰): په کونړ کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې مسوولين وايي، تېر کال يې د نورو بشري مرستو ترڅنګ د ۴۳ هغو ماشومانو درملنه کړې چې زړونه يې سوري وو.

‎چارواکي وايي، تازه يې پرون يو ځل بيا په دغه ولايت کې د سرې مياشتې د مرستو راټولولو اوونۍ پيل کړې چې له خلکو به د همدا ډول ماشومانو د درملنې په موخه مرستې راټولې کړي.

‎په کونړ کې د سرې مياشتې ټولنې رييس ګل محمد فضلي د تلې په ٢٦ مه پژواک اژانس ته وويل چې افغاني سرې مياشتې ټولنې په ټول هېواد کې تېر کال سلګونه هغه ماشومان د درملنې لپاره بهرنيو هېوادونو ته لېږلي او هم يې دلته د هغوی درملنه کړې چې زړونه يې سوري وو.

‎د نوموړي د معلوماتو له مخې، په دغه موده کې ۴۳ ماشومان د کونړ ولايت د سرې مياشتې ټولنې په همغږۍ د درملنې لپاره لېږل شوي دي.

‎د فضلي په خبره، پرون يې بيا د مرستو راټولولو اوونۍ پيل کړې چې د ماشومانو د درملنې ترڅنګ به د بې وزله خلکو د لاسنيوي په برخه کې هم راټولې شوې پيسې ولګول شي.

‎هغه زياته کړه چې تېر کال يې هم له دوه زره او ۴۳۹ اړمنو کورنيو سره چې طبيعي پېښو او جګړو ځپلې وې بېړنۍ مرستې کړې دي.

‎په کونړ کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې مشر دغه راز وويل چې تېر کال يې د بېلابيلو ناروغيو د ۵۸ زره او ۷۰۰ اړمنو ناروغانو درملنه هم کړې ده.

‎د فضلي په خبره، سرې میاشتې اداره چې یوه غیر سیاسي،خپلواکه او بې طرفه خیریه ټولنه ده هڅې کوي چې پر وخت د اړمنو، جنګ ځپلو او زیانمنو شوو کورنیو لاسنیوی وکړي.

‎نوموړی وايي، د یادې ټولنې له لارې لاهم هڅې روانې دي چې د هېواد په ګوټ ګوټ کې د هغو غریبو او ناچاره کورنیو ماشومان چې د زړه په ناروغۍ اخته دي د هېواد په دننه او نورو هېوادونو کې یې درملنه وکړي.

‎په ورته وخت کې د کونړ اوسېدونکي په دغه ولايت کې د سرې مياشتې ټولنې له فعاليتونو خوښ دي او غوښتنه کوي چې دغه فعاليتونه بايد لرو پرتو ټولو سيمو ته وغځول شي.

‎د مرکز اسعداباد ښار يوه اوسېدونکي صفي الله له پژواک سره خبرو کې پر سوداګرو او شتمنو خلکو غږ وکړ چې له دغې ټولنې سره دې نغدي مرستې وکړي ترڅو اړمنو خلکو ته يې ورسوي.

د يادونې ده چې له تېرو څو کلونو راهيسې د سرې مياشتې له لوري د هغو ماشومانو درملنه پيل شوې چې زړونه يې سوري دي او په هېواد کې يې درملنه نه کيږي.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.