Language

په ننګرهار کې پر رېنجر چاودنه کې دوه ملکي وګړي ټپيان شوي

جلال اباد (پژواک، ۲۶ تله ۱۴۰۰): د ننګرهار ولايت په مرکز جلال اباد ښار کې د طالبانو پر رېنجر موټر چاودنه شوې چې دوه ملکي وګړي يې له امله ټپيان شوي دي.

روغتيايي چارواکي وايي چې د ټپيانو روغتيايي حالت د ډاډ وړ دی.

د جلال اباد ښار د پنځمې ناحيې اړوند د کابل اډې سيمې يو اوسېدونکي اتل خان پژواک اژانس ته وویل چې چاودنه نن يوه بجه او ۲۵ دقيقې په دې سيمه کې پر يوه رېنجر موټر شوې ده.

هغه زياته کړه، رېنجر يو څه تخريب شوی خو طالبانو ته په کې مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

خو دی وايي چې په ياده چاودنه کې دوه ملکي کسان ټپيان شوي دي.

دغه راز د ننګرهار يوه روغتيايي چارواکي هم د نوم نه خپرولو په شرط پژواک ته تاييد کړه چې د پېښې له ځايه دوه ټپيان روغتون ته انتقال شوي دي.

د سرچينې په وينا، د ټپيانو روغتيايي وضعيت د ډاډ وړ دی.

حکومتي مسوولينو په دې تړاو تر اوسه څه نه دي ويلي.

همدرانګه د يادې چاودنې مسووليت هم تر اوسه کومې وسله والې ډلې نه دى منلى.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.