ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حنفي د مسکو ناسته کې: افغانستان له نړۍ سره هر ډول متمدن تعامل ته تیار دی

حنفي د مسکو ناسته کې: افغانستان له نړۍ سره هر ډول متمدن تعامل ته تیار دی

author avatar
20 Oct 2021 - 17:53
حنفي د مسکو ناسته کې: افغانستان له نړۍ سره هر ډول متمدن تعامل ته تیار دی
author avatar
20 Oct 2021 - 17:53

کابل (پژواک، ۲۸ تله ۱۴۰۰): د افغانستان د رییس الوزرا مرستیال مسکو ناسته کې د دې اعلان ترڅنګ چې افغانستان له نړۍ سره هر ډول متمدن تعامل ته تیار دی، له نړیوالې ټولنې د اوسني حکومت د رسمیت پېژندلو غوښتنه وکړه او له امریکا یې وغوښتل چې د افغانستان کنګل شوې پیسې خلاصې کړي.

د مسکو ناسته نن د افغانستان، روسیې، چین، پاکستان او نورو په ګډون د نړۍ د ۱۱ هېوادونو د استازو په موجودیت کې پیل شوه.

د افغانستان د رییس الوزرا مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي نن د مسکو ناسته کې ویلي، خوشحاله دی چې دا ځل په داسې حال کې د مسکو ناستې فارمټ کې ګډون کوي چې افغانستان کې سوله او ارامي ده، ملي حاکمیت بېرته اعاده شوی دی.

هغه ویلي: ((په یاد مې دي چې لومړی ځل مو د ۲۰۱۸ کال په نومبر میاشت کې د مسکو ناستې فارمټ کې همدلته ګډون وکړ. هغه مهال د ناستې ګډونوالو افغانستان کې له ناامنۍ او بې ثباتۍ جدي اندېښنې درلودې. اوس سربېره پر دې چې د اګسټ میاشتې په ۱۵مه تاریخي بدلون رامنځته شوی خو دغه بدلون له وینې بهېدو او ویجاړۍ پرته رامنځته شو.))

مولوي حنفي دغه راز ویلي چې اوس مهال افغانستان کې نوی اسلامي حکومت جوړ شوی، د مسوول حکومت په توګه د نړۍ ټولو هېوادونو په ځانګړې توګه سیمې او ګاونډیو هېوادونو ته ډاډ ورکوي چې د افغانستان امنیتي وضعیت د ډاډ وړ دی او د افغانستان لرې او نږدې هېوادونو ته هېڅ ستونزه نشته، د افغانستان اوسنی حکومت د مسوول حکومت په توګه خپل ټول نړیوال او ملي مسوولیتونه درک کوي.

 دی وايي چې اوس مهال افغانان د یوه مسوول، ملي ګټو ته ژمن او د هېواد سیاسي ازادۍ ساتونکي حکومت خاوندان دي.

هغه روښانه کړه چې د اسلامي امارت ځواکونه هغه مهال کابل ښار ته داخل شول چې د کابل خلکو او قومي مشرانو له دوی غوښتنه وکړه چې د ځان او مال او ملي تاسیساتو د ساتنې لپاره کابل ښار ته داخل شي، دا په داسې حال کې وه چې د مخکنۍ ادارې لومړي مسوول د تمې خلاف په خپله تېښته ټول خلک خیران کړل.

هغه زیاته کړه: ((موږ د مجبوریت له مخې ښار ته داخل شو، د اسلامي امارت مشرتابه د حکومتدارۍ ماشین د تنظیم لپاره سرپرسته کابینه اعلان کړه... د افغانستان اسلامي امارت مشرتابه هڅه کړې چې د نوي اسلامي حکومت په جوړېدو کې د افغانستان د ټولو قومونو او طبقو حضور یقیني کړي.))

مولوي حنفي زیاته کړه، د هېواد په سیاسي جوړښت کې د اصلاحاتو بهیر دوام لري، جدي اراده شته چې نوی حکومت خلکو ته معیاري او چټک خدمات وړاندې کړي.

نوموړي له فساد سره پر مبارزه ټینګار وکړ او په داسې حال کې چې ویل یې مخکني حکومت کې پراخ فساد موجود و زیاته کړه: ((موږ ته داسې حکومت په میرات پاتې شو چې د ګاونډیانو پوروړی و. ان په میاشتو یې د مامورینو معاش هم نه و ورکړی.))

هغه وايي: ((اوسني حکومت وکولای شول چې له څه باندې ۴۰ کاله جګړو او ویجاړیو وروسته لومړی ځل د هېواد په ټولو برخو د نظام حاکمیت تضمین کړي. افغانستان اوس سیاسي جوړښت لري چې روښانه سلسله مراتب، واحده قومانده او یو لاس لرونکی دی. موږ نور افغانستان کې د قدرت د جزیرو په نوم څه نه لرو.))

حنفي زیاته کړه: ((اوسنی حکومت د نوي دولت ټول ارکان لکه قلمرو، حکومت، ملي حاکمیت او جمعیت لري. زموږ خلک له دې لویې راسته راوړنې ډېر خوشاله دي. له دې امله له نړیوالې ټولنې غواړو چې د افغانستان اوسنی حکومت په رسمیت وپېژني.))

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.