Language

یوې افغانې عکاسې د «هیپیتا» نړیواله جایزه اخیستې ده

کابل (پژواک، ۲۸ تله ۱۴۰۰): افغان عکاسې فاطمې حسیني د ایټالیا هېواد «Hypatia» نړیواله جایزه ترلاسه کړه.

فاطمې پر خپله فيسبوک پاڼه لیکلي: ((ویاړم چې د هیپیټا جایزې په ۱۰ ګټونکو کسانو کې یم، دغه جایزه هغو ښځو او نارینه وو ته ورکول کېږي چې د څېړنو، هنر او کسب، علمي زده کړو او د ژوند ښه کولو برخه کې یې په ژمنتیا رول لوبولی وي.))

نوموړې ته دغه جایزه د ایټالیا هېواد په فلورانس ښار کې ورکړل شوې ده.

هغې ویلي: ((ما دغه جایزه د ۲۰۲۰ کال په جون میاشت کې ترلاسه کړه، خو د دغه سفر له پیله ډېرې پېښې رامنځته شوې.))

فاطمې زیاته کړې: ((دا جایزه زما لپاره نه، بلکې د افغانستان ټولو هغه قوي ښځو لپاره ده چې له ډار پرته یې د ازادۍ لپاره مبارزه کړې ده. زه غواړم د ایټالیا د CICOP له رییس پروفیسور نینا اورامیدو او ایټالیا دفاع وزارت کې له ژنرال مایورو دوبالدي څخه د هغو ټولو کارونو په پار مننه وکړم چې په دغه دوره کې یې زما لپاره ترسره کړي دي.))

  . . .

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

Related Topics