فیض اباد(پژواک، ۲۸ تله ۱۴۰۰): د فیض اباد ښار اوسېدونکي له تېرې یوې اوونۍ راهیسې د برېښنا له پرې کېدو شکایت لري او د دې ستونزې د حل غوښتنه کوي، مسوولینو ویلي چې ډېر ژر به یاده ستونزه حل شي.
د دوی په خبره، د «بدخشان انرژي» په نوم خصوصي شرکت چې د شورابک برېښنا د تولید او رسولو دنده لري د فیض اباد ټول ښار ته د برېښنا د رسولو او وېش توان نه لري.
د فیض اباد ښار اوسېدونکي سید اکبر قریشي پژواک خبري اژانس ته وویل چې له تېرې یوې اونۍ راهیسې یې برېښنا پرې ده، ټول ښاریان له دې ستونزې سره مخ دي.
نوموړی غوښتنه کوي چې ژر تر ژره دې برېښنا وصل شي.
د معراج الدین په نوم د ښار بل اوسېدونکي وویل: ((یوه اونۍ کېږي چې برېښنا ته لاس رسی نه لرو او په تیارو کې ژوند کوو.))
نوموړی وايي چې باید ژر تر ژره رامنځته شوې تخنیکي ستونزه حل او د دوی برېښنا وصل شي.
خو د «بدخشان انرژي» یوه مسوول سلطان عطايي پژواک ته وویل چې د فني ستونزو له امله د فیض اباد ښار ځینې برخې د برېښنا د نه موجودیت له ستونزې سره مخ شوې دي.
نوموړی ټینګار کوي چې دې ستونزې ته په ډېر ژر رسېدنه وشي.
د یادونې وړ ده چې شورابک برېښنا بند د المان دولت له خوا د ۵۱ میلیون امریکايي ډالرو په لګښت د بدخشان خلکو ته د ډالۍ په ډول جوړ شوی دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP