Language

د کرکټ شل اووریز نړیوال جام په درشل کې نن شپږ لوبې کېږي

کابل(پژواک،۲۸ تله ۱۴۰۰):د کرکټ شل اووریز نړیوال جام په درشل کې نن څلور تمریناتي او دوه  رسمي لوبې کېږي.

د کرکټ د نړيوالې شورا له خوا د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې، د رسمي لوبو په لړ کې به نن ماسپښین ۲:۳۰ بجې د کواليفای راونډ له لومړي ګروپ څخه نیمبیا د نيدرلېنډ پر وړاندې ولوبېږي.

دغه راز ماښام ۶:۳۰ بجې به له همدغه لومړي ګروپ څخه سریلانکا د ایرلېنډ خلاف میدان ته کښته شي.

د تمریناتو لوبو په لړ کې به نن ماسپښین ۲:۳۰ بجې هندوستان له اسټرالیا او نیوزیلېنډ  له انګلستان سره ولوبېږي.

له دې مخکې هند او او اسټرالیا خپلې لومړۍ تمریناتي لوبې ګټلي، خو انګلستان او نيوزیلېنډ بایللي دي.

د تمريناتي لوبو په دوام به نن ماښام ۶:۳۰ بجې افغانستان له ویسټ انډیز او سوېلي افریقا له پاکستان سره ولوبېږي.

سوېلي افریقا او پاکستان خپلې لومړۍ تمریناتي لوبې ګټلي خو افغانستان او ویسټ انډیز بایللي دي.

Related Topics