ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د سپین بولدک- چمن لارې پر سر د افغان او پاکستاني لوري خبرې بې پایلې پای ته ورسېدې

د سپین بولدک- چمن لارې پر سر د افغان او پاکستاني لوري خبرې بې پایلې پای ته ورسېدې

author avatar
21 Oct 2021 - 06:20
د سپین بولدک- چمن لارې پر سر د افغان او پاکستاني لوري خبرې بې پایلې پای ته ورسېدې
author avatar
21 Oct 2021 - 06:20

کابل (پژواک، ۲۸ تله ۱۴۰۰): د سپین بولدک- چمن لارې پر سر د افغان او پاکستاني لوري تر منځ خبرې بې پایلې پای ته ورسېدې.

د دواړو لورو تر منځ دغه خبرې د ډیورنډ فرضي کرښې په هغې غاړې چمن کې نن مازدیګر ناوخته وشوې چې تر ماښامه یې دوام وکړ.

په دغو دوه اړخیزو خبرو کې له افغان لوري د کندهار والي حاجي محمد یوسف وفا، امنیه قوماندان ملا عبدالغفار محمدي او یو شمېر سوداګرو او له پاکستاني لوري د بلوچستان ایالت یو شمېر چارواکو او سوداګرو ګډون کړی وو.

د کندهار د امنیې قوماندانۍ یوه چارواکي مولوي رحمت الله نړیوال پژواک خبري اژانس ته وویل، په دې ناسته کې دواړو لورو د لارې خلاصولو په اړه خبرې وکړې او پرېکړه وشوه چې دواړه لوري به د یوه او بل غوښتنې تر خپلو مرکزي چارواکو رسوي.

نوموړي له نورو جزیاتو ورکولو پرته وویل چې دواړه لوري پر دې سلا شوي چې د سپین بولدک- چمن پر لار به د سوداګرۍ او د خلکو د تګ راتګ لپاره اسانتیاوې برابروي.

خو یوه سوداګر چې په دې ناسته کې یې ګډون کړی و او نه یې غوښتل نوم یې یاد شي، پژواک اژانس ته وویل، د دواړو لورو خبرې بې پایلې پای ته ورسېدلې.

هغه زیاته کړه، افغان لوري له پاکستان لوري وغوښتل چې د لارې د خلاصولو موده له ۸ ساعتونو ۱۸ ساعتونو ته وغځوي، دغه راز له دې غاړې به سوېلي زون د ولایتونو خلک پر تذکرو پرېښودل کېږي او له هغې غاړې به د سوېلي پښتونخوا اوسېدونکي پر مهاجر کارډ او شناختي کارډ پرېښودل کېږي.

دغه سوداګر وايي، پاکستاني لوري ټینګار کاوه چې هره ورځ به لار د څلورو ساعتونو لپاره پرانیزي چې د چمن اوسېدونکي به د شناختي کارډ او د سپین بولدک اوسېدونکي به د تذکرې په لرلو د تګ راتګ اجازه ولري.

نوموړي دا هم وویل چې د پاکستاني لوري بله غوښتنه پر ډیورنډ فرضي کرښې د نهو کلو تر منځ د اغزن تار غځولو چې دا ټولې غوښتنې د افغان لورې له مخالفت سره مخ شوې.

د ده په خبره، په دې توګه دغه ناسته بې پایلې پای ته ورسېدله خو یادونه یې وکړه چې ښايي سبا یو ځل بیا د دواړو لورو تر منځ خبرې وشي.
د سپین بولدک- چمن لار له تېرو دوو اوونیو راهیسې د هر راز تګ راتګ او سوداګرۍ پر مخ تړلې ده.

د کندهار ولایتي ادارې له هغه وروسته د سپین بولدک- چمن لارې د تړلو پرېکړه وکړه چې د دوی په خبره، پاکستان له ژمنو سربېره پر دې لار د ستونزو د حل لپاره عملي اقدام و نه کړ.

له تېرې شاوخوا دوو میاشتو راهیسې چې طالبان په هېواد کې واکمن شوي، خلک او سوداګر پر دغه لار له سختو ستونزو سره مخامخ دي.

پخوا د سپین بولدک- چمن لار د سهار په ۷:۰۰ بجې پرانیستل کېدله او د مازدیګر په ۶:۰۰ بجې تړل کېدله خو په دې وروستیو کې دغه لار د سهار په ۸:۰۰ بجې پرانیستل کېدله او د مازدیګر په ۴:۰۰ بجې تړل کېدله.

له همدې امله پر دې لار د صادراتو، وارداتو او ټرانزیټ بهیر ۸۰ سلنه ورو شوی وو تر هغه چې وروسته یو مخ وتړل شوه.

د لارې د بندېدو له امله په سپین بولدک او چمن کې په زرګونو کانټینر چې خوراکي او غیر خوراکي توکي بار دي، بند پاتې دي چې سوداګرو ته یې درانه مالي زیانونه اړولي دي.

دغه راز د کندهار بڼوال او د مېوې سوداګر هم وايي چې د سپين بولدک لارې د بندېدو له امله صادرات په ټپه ولاړ دي او وېره لري چې انار او نورې مېوې به په باغونو کې خرابې شي.

سوداګر د لارې پر نه خلاصېدو خواشیني ښيي او له دواړو لورو د لارې د ژر خلاصېدو غوښتنه کوي.

د کندهار یوه سوداګر حاجي جمال الدین پژواک خبري اژانس ته وویل: «تر هغه چې د دواړو لورو خبرې یوې پایلې ته رسېږي، دغه لار دې په سپین بولدک کې د بند پاتې کانټینرونو لپاره په موقتي توګه خلاصه شي.»

هغه زیاته کړه، په دواړو غاړو کې په زرګونو کانټینرونه ولاړ دي چې هره ورځ پر هر کانټینر د ډیټینشن او ډیمرچ له درکه ۱۵۰ ډالره لګښت راځي چې په دې توګه سوداګرو ته میلیونونه افغانۍ زیان اوښتی دی.

دی وايي، یوازې دې تشو کانټینرونو ته د تګ اجازه ورکړل شي چې بیرته د پاکستان خاورې ته لاړ شي او سوداګر له زیانونو خلاص شي.

Visits: 2021

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.