کابل (پژواک، ۲۹ تله ۱۴۰۰): امنيتي ځواکونه وايي، تېره اوونۍ د کابل په بېلابېلو سیمو کې ٥٦ مشکوک کسان د جنایي جرمونو په تړاو نیول شوي دي.
د کابل امنیې قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه کسان د کابل ښار په اړوندو امنیتي حوزو او د ولسوالیو په بېلابېلو سيمو کې نيول شوي دي.
سرچينه زياتوي، دغه کسان د وسله والو غلاوو، وژنو، د وسلو غیر قانوني لېږد، درغلۍ او اخلاقي فساد په تور نیول شوي دي.
Views: 39
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن