Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د پکتیا ځدراڼ مېشتې ولسوالۍ د بیارغونې او خدماتو په برخه کې د حکومت پاملرنه غواړي

پکتيا (پژواک، ۲۹ تله ۱۴۰۰): د پکتیا د درېیو ځدراڼ مېشتو ولسوالیو اوسېدونکو د بیارغونې او خدماتو په برخه کې د اوسني حکومت پاملرنه وغوښتله او ویې ویل چې تېر حکومت هېر کړي وو.

د وزې ځدراڼ، شواک او ګردې څېړۍ ولسوالیو سلګونه اوسېدونکي نن په همدې موخه په ګردې څېړۍ ولسوالۍ کې راټول شوي وو څو خپل غږ او غوښتنې تر چارواکو ورسوي.

په دغې غونډه کې د حکومت یو شمېر چارواکو او قومي مشرانو هم ګډون کړی وو.

د غونډې ګډونوالو له نوي حکومت څخه غوښتنه کوله چې د تېر په څېر دې د دوی حقوق تر پښو نه لاندې کېږي، بلکې په هرڅه کې باید پاملرنه ورته وشي.

د ځدراڼو یوه قومي مشر حاجې نېک محمد وویل، په تېرو حکومتونو کې د پکتیا ځدراڼ مېشتو ولسوالیو ته پاملرنه نه ده شوې او هیڅ راز بنسټیز کارونه نه دي ورته شوي.

هغه زیاته کړه، تېر حکومت په تېرو شلو کلونو کې یوازې وعدې وکړې خو عملاً یې هیڅ هم نه دي کړي.

د ده په خبره، د پکتیا د وزې ځدراڼ، شواک او ګردې څېړۍ ولسوالیو خلک آن له خپلو لومړنیو حقونو هم بې برخې دي خو نوی حکومت باید جدي پام ورته وکړي.

د ځدراڼو ځوانانو ټولنې مشر اسدالله وفادار وویل، د پکتیا په یادو شوو درېیو ولسوالیو کې یوازې یوه لیسه شته خو د نجونو لپاره هیڅ ښوونځی نشته.

هغه دغه راز یادونه وکړه چې په دغو ولسوالیو کې روغتیايي خدمات هم په نشت حساب دي چې له امله یې خلک له ستونزو سره لاس او ګریوان دي.

ده د اوسني حکومت پر چارواکو غږ وکړ چې نه یوازې د پوهنې او روغتیا په برخو کې خدمات ډېر کړي، بلکې ځوانانو ته دې د کار زمینه برابره کړي، په حکومتي دندو دې وګومارل شي او په دې توګه دې د دوی حقوق جبران شي چې تېرو حکومتونو ورڅخه تروړلي وو.

د کډوالو چارو سرپرست وزیر خلیل الرحمن حقاني هم د خلکو څرګندونې تایید کړې او ويې ویل، له ډېر پخوا یې درک کړې وه چې د پکتیا د یادو شوو ولسوالیو اوسېدونکي له خپلو ډېرو حقونو بې برخې وو او په یوه برخه کې هم پام نه و ورته شوی.

ده زیاته کړه، حکومت هڅه کوي د خلکو ټولو ستونزو ته ورسېږي، د بیارغونې او خدماتو برخې ته پام وکړي.

حقاني له خلکو څخه وغوښتل چې له  حکومت سره د امنيت په خوندیتوب کې مرسته وکړي.

د ده په خبره، اوس هغه وخت را رسېدلی چې ټول هېوادوال سره یو شي او یوازې پر امنیت او بیارغونه تمرکز وکړي.

د پکتیا د درېیو ځدراڼ مېشتو ولسوالیو اوسېدونکو له دې مخکې هم څو ځلې د خپلو سیمو د بد وضعیت په اړه دا ډول غوښتنې کړې وې خو ډېر پام نه و ورته شوی.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.