Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

خلک: د لښکرګاه ښاروالي د ښار پاکوالي ته پام نه کوي

لښکرګاه (پژواک، ۲۹ تله ۱۴۰۰): د هلمند د مرکز لښکرګاه اوسېدونکي د دغه ښار له ککړ چاپېریاله شکایت کوي او وايي، په دې وروستیو کې په ښار کې کثافات ډېر شوي خو ښاروالي یې پاکولو ته پام نه کوي.

خو د ښاروالۍ مسوولین د هغوی دغه ادعا ردوي او وايي چې کاري ډلې یې ټوله ورځ د ښار په بېلابېلو برخو کې په کار بوختې وي.

د لښکرګاه ښار یوه اوسېدونکي روزي محمد پژواک خبري اژانس ته وویل، په دې ورستیو کې په لښکرګاه کې نه یوازې بې نظمي ډېره شوې، بلکې ښار کثافاتو پر سر اخیستی او ښاروالي هیڅ پام نه ورته کوي.

هغه زیاته کړه، ککړ چاپېریال له یوې خوا د ښار څېره بدرنګه کړې، له بلې خوا د ګڼو ناروغیو پیدا کېدو لامل هم شوی دی.

دی وايي: ((د کورونو او نورو ودانیو مخې ته په ورځو ورځو کثافات پراته وي، خو د ښاروالۍ عمله پرې سر هم نه ګرځوي، نه پوهېږو هغوی چېرې او په څه بوخت دي؟))

د ده په خبره، ښاروالي له دوی مالیه ټولوي خو په بدل کې یې د پاک کارۍ برخه کې هیڅ خدمات نه وړاندې کوي.

د لښکرګاه ښار بل اوسېدونکی سیدعلي هم عین شکایت کوي او وايي، په سیمه کې یې ورځ تر بلې کثافات ډېرېږي؛ ځکه ښاروالۍ له تېرو څو میاشتو راهیسې نه دي وړي.

ده د ښاروالۍ پر چارواکو نیوکه کړه چې د ښار په پاک ساتلو او خلکو ته په خدماتو رسولو کې پاتې راغلي دي.

خو د ښاروالۍ مسوولین دا نه مني چې ګواکې ښاري نظم او نظافت ساتلو ته یې توجه کمه شوې ده.

د لښکرګاه ښاروالۍ ویاند محمد طاهر ابشار پژواک خبري اژانس ته وویل، کارکوونکي یې د ښار په بېلابېلو برخو کې په کار بوخت دي او له ښاره یې هغه کثافات ایستلي چې له کلونو راهیسې پراته وو.

هغه زیاته کړه، هره ورځ له لښکرګاه ښاره ۱۳۰ متره مکعبه کثافات ایستل کېږي چې د کارونو د چټکتیا په موخه د ښاروالۍ د پخوانیو موټرو ترڅنګ له نورو موټرو هم کار اخیستل کېږي.

د لښکرګاه اوسېدونکي په داسې حال کې د ښار له ناپاکۍ شکایت کوي چې د پخوا پر تله په دې وروستیو کې دلته د خلکو ګڼه ګوڼه ډېره شوې ده.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.