کابل (پژواک، ۲۹ تله ۱۴۰۰): د افغانستان د هوا پېژندنې ریاست د هېواد په شپږو ولایتونو کې د نسبتا سخت باران واورې ورښت او سېلابونو راوتلو خبر ورکړی دی.
د دغه ریاست پر فیسبوک خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په یادو شپږو ولایتونو کې بغلان، پنجشېر، تخار، بدخشان، نورستان او کونړ شامل دي.
د افغانستان هواپېژندنې ریاست ویلي چې په یادو ولایتونو کې تر راتلونکو ۲۴ ساعتونو د واورې او باران ورښت او د سېلابونو راوتلو اټکل شوی دی.
دغه ریاست وايي چې د یادو ولایتونو په بېلا بېلو برخو کې د ورښت کچه له (۱۰ تر ۱۵ ملي متر) اټکل شوې ده.
Views: 51
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن