Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

فیفا: ۵۷ نور ورزش کاران او کورنۍ یې له افغانستانه وتلي

کابل (پژواک، ۳۰ تله ۱۴۰۰): د فوټبال نړیوال فدراسیون/ FIFA اعلان کړی چې د افغانستان د فوټبال او باسکټبال ۵۷ نورې ورزشکارانې له خپلو کورنیو سره له دغه هېواده وتلې او د قطر پلازمېنې دوحې ته رسېدلې دي.

دغه فدراسیون وايي، له قطر سره له نږدې کار کوي څو د دغو وګړو روغتیا تضمین کړي.

د معلوماتو له مخې، د هغو  وګړو د خوندیتوب په اړه اندېښنې مخ په ډېرېدو دي چې په خپل هېواد کې له ګواښ سره مخ دي.

د طالبانو د لومړۍ دورې واکمنۍ پر مهال چې تر ۲۰۰۱ زېږدیز کال پورې یې دوام وکړ، ښځو د ورزش او سپورټ اجازه نه لرله.

د فیفا رییس انفانټینو وویل: «زه د حکومت او نړۍ په کچه د فوټبال له ټولنې غوښتنه کوم چې دغو وګړو ته ویزې او د استوګنې جوازونه ورکړي څو په خوندي چاپېریال کې نوی ژوند پیل کړي.»

له دې مخکې ۱۰۰ تنه نور وزشکاران هم له هېواده وتلي وو.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.