ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پوتین: د افغانستان د اقتصاد له بیارغونې سره دې مرسته وشي

پوتین: د افغانستان د اقتصاد له بیارغونې سره دې مرسته وشي

author avatar
22 Oct 2021 - 16:44
پوتین: د افغانستان د اقتصاد له بیارغونې سره دې مرسته وشي
author avatar
22 Oct 2021 - 16:44

کابل (پژواک، ۳۰ تله ۱۴۰۰): د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وايي، د افغانستان وضعیت د عادي کولو په موخه دې د دغه هېواد له اقتصادي بیارغونې سره مرسته وشي.

هغه ټینګار کړی چې په دې برخه کې د روسیې، چین او شانګهای د همکاریو سازمان د غړو هېوادونو ونډه اخیستل ځانګړی ارزښت لري.

نوموړي دغه څرګندونې په سوچي ښار کې یوې غونډې ته کړې دي.

هغه وویل، د ناټو سازمان غړي هېوادونه د افغانستان پر وړاندې مسوولیت لري؛ ځکه په دغه هېواد کې یې شل کلونه تېر کړي دي.

دی وايي، د افغانستان په اړه د ناټو سازمان تر ټولو مهمه دنده د دغه هېواد د شتمنیو نه کنګلول او دغه راز د اقتصادي ستونزو د حل په موخه د امکاناتو او فرصتونو برابرول دي.

نوموړي دغه راز یادونه وکړه چې روسیه او شانګهای سازمان به د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د وګړو د امنیت د ډاډمنتیا لپاره هم ګډ کار کوي.

ده وویل، د ترهګرۍ او توندلارۍ ګواښ تر بل هر وخت د دوی پولو ته نږدې شوی؛ ځکه نو یو هوسا او پرمختللی افغانستان د ټولو لپاره ځانګړی ارزښت لري.

د ده په خبره، پوهېږو چې په افغانستان کې د داعش ډلې شتون لوی ګواښ دی چې طالبان یې پر وړاندې مبارزه کوي چې دا د دوی د خوندیتوب لپاره هم ډېر اهمیت لري.

دغه راز د روسیې ولسمشر تېره ورځ د والدای بحث کلب په غونډه کې څرګنده کړې چې مسکو د سخت دریځه ډلو له لېسټه د طالبانو پر لېرې کولو غور کوي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبان په روسیه کې د ترهګرو ډلو په لېست کې شامل دي خو د دې تر څنګ د هغوی لپاره د ځینو نړیوالو ناستو کوربه توب هم کوي.

په مسکو کې تېره چهارشنبې د طالبانو او د نړۍ د یو شمېر هېوادونو د استازو ناسته وشوه.

په دې غونډه کې د چین، پاکستان او اتو نورو هېوادونو استازو وویل، له دې سربېره چې نړیوالې ټولنې د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی خو له هغوی سره د اړیکو ساتلو لپاره دا واقعیت په پام کې نیول مهم دي چې هغوی اوسمهال پر ټول هېواد واکمن دي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.