Language

مسافرو تورخم کې د اسانتیاوو رامنځته کولو غوښتنه وکړه

جلال اباد (پژواک،د لړم لومړۍ نېټه ۱۴۰۰): د تورخم له لارې پاکستان ته تلوونکي مسافر وايي چې د افغانستان او پاکستان حکومتي چارواکي دې خلکو ته د تګ راتګ لپاره اسانتياوې رامنځته کړي.

د مسافرو غوښتنه دا ده چې ناروغانو او ماشومانو ته باید له پاسپورت او وېزې پرته د تګ راتګ زمينه برابره شي، خو چارواکي وايي، له قانوني اسنادو پرته هېچاته د تګ اجازه نه ورکول کېږي.

د ننګرهار د مومندرې ولسوالۍ اړوند تورخم ښارګوټی چې تر اوږده ځنډ وروسته د تېرې پنجشنبې په ورځ د خلکو د تګ راتګ لپاره پرانېستل شوى چارواکي وايي، زرګونه خلک دواړو خواو ته د تګ راتګ لپاره دغه ښارګوټي ته رسېدلي دي.

د تورخم کميسار غازي الله هاشمي وايي، پرون د څو ساعتونو لپاره په لنډ مهالي توګه دروازه په همدې خاطر وتړل شوه چې هلته ګڼه ګوڼه او ګډوډي له حده زياته شوې وه.

دی وايي، پاکستاني چارواکي يوازې هغه چاته چې وېزه او پاسپورټ ولري اجازه ورکوي خو سلګونه داسې کورنۍ هم تورخم ته رسېدلي چې کوچنيان يې پاسپورټ او وېزه نه لري.

نوموړی له خلکو غواړي چې قانوني اسناد ونه لري نو بايد تورخم ته ولاړ نه شي.

خو تورخم ته تللي مسافر وايي چې افغان او پاکستاني چارواکي بايد د خلکو ستونزو ته په کتلو ماشومانو او ناروغانو ته له پاسپورټ برته د تګ اجازه ورکړي.

سميع الله چې مور يې ناروغه ده او پاسپورټ نه لري غوښتنه کوي چې دوی ته بايد د تګ زمينه برابره شي.

سديس په تورخم کې یو بل افغان مسافر دی چې هغې غاړې ته د تګ لپاره له خپلې کورنۍ سره تللی خو ماشومان يې پاسپورټ نه لري نو ځکه ورته د تګ اجازه نه ورکول کېږي.

دی وايي: ((موږ پخوا هم په تورخم تګ راتګ کړی، مېرمن مې او زه پاسپورټ لرو خو کوچنيان مو نه لري پخوا هیڅ ستونزه نه وه مګر اوس اجازه نه راکوي.))

د تورخم کميسار وايي، که څه هم په دې تړاو له پاکستاني لوري سره خبرې شوي خو هغوی وايي چې ټول کسان بايد د قانوني مطابق اسناد ولري.

په همدې حال کې د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت هم ويلي چې د تورخم له لارې يوازې هغو خلکو ته اجازه ورکول کېږي چې قانوني اسناد ولري.

په ورته وخت کې د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق هم ويلي چې تورخم دروازه به هره ورځ د قانوني اسنادو لرونکو کسانو پر وړاندې د ورځې ۱۲ ساعته پرانېستې وي.

تر دې وړاندې د اوږدې مودې لپاره تورخم دروازه باندې يواځې ترانزيټ ته د تګ راتګ اجازه ورکول کېده، خو نن درېيمه ورځ ده چې د پلي تګ لپاره هم اجازه ورکړل شوې ده.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.