ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د مزار قول اردو له روزنیزې څانګې ۴۰۰ سرتېري فارغ شول

د مزار قول اردو له روزنیزې څانګې ۴۰۰ سرتېري فارغ شول

author avatar
24 Oct 2021 - 11:10
د مزار قول اردو له روزنیزې څانګې ۴۰۰ سرتېري فارغ شول
author avatar
24 Oct 2021 - 11:10

مزارشریف (پژواک، ۲ لړم ۱۴۰۰): په بلخ کې سیمه ییز چارواکي وایي چې د مزار قول اردو له تعلیمي مرکز څخه ۴۰۰ سرتېري له یوې میاشتنۍ نظامي زده کړو وروسته فارغ شول.

د بلخ د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همدې تړاو خپرو شوو معلوماتو کې ویلي چې د فراغت په دغو مراسمو کې د شمال زون لوړ رتبه ملکي او نظامي چارواکو ګډون کړی و.

د اطلاعاتو او فرهنګ رياست په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د ځواکونو د فراغت په دغو مراسمو کې د بلخ والي مولوي قدرت الله ابو حمزه ويلي د یوه هېواد د امنیت او ملي نوامیسو د ساتنې لپاره د منظم جګړه ییز ځواک درلودل اړین دي.

د بلخ والي همدا راز له تازه فارغ شویو ځواکونو څخه غوښتنه کړې چې د ولس د ارامۍ او سوکالۍ لپاره دې شپه او ورځ هلې ځلې وکړي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې په شمال کې د ارشاد او دعوت مسوول مولوي عبدالقدیر له فارغ شوو ځواکونو غوښتنه کړې چې د افغانستان د امنیت او آرامۍ د دښمنانو پر وړاندې له ټینګ او قاطعانه عزم څخه کار واخلي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د مراسمو په پای کې تازه فارغ شوو ځوانانو ته د بلخ ولایت والي او قول اردو قوماندان له خوا ستاینلیکونه ورکړل شول.

Views: 182

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.