منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۲۷ اکتوبر ۲۰۲۶ · Kabul ۵:۰۴ غ.و
۱۵° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

برېښنا شرکت له مېټر پرته د برېښنا کارولو د مخنیوي هڅې پیل کړې دي

· ۲ دقیقې لوستل · ۳۰۴ کتنې

کابل (پژواک، د لړم ۲ نېټه ۱۴۰۰): د برېښنا شرکت د عواید پر راټولېدو د ټینګار ترڅنګ وایي، د هغو سیمو خلک چې له مېټر پرته برېښنا کاروي، باید اړ کړل شي چې نوي مېټرونه ولګوي او د برېښنا د لګښت پیسې پر خپل وخت تحویل کړي.

د افغانستان برېښنا شرکت په خبرپاڼه کې راغلي چې د برېښنا د عمومي اجرائیوي ریاست سرپرست حافظ محمد امین فاروقي او د برېښنا رهبري پلاوي د ټولو ولایتونو له ريیسانو او امرینو سره ویډیو کنفرانس له لارې د برېښنا عوایدو پر را ټولولو خبرې وکړې.

سرچينې لیکلي، په دغه ویډيو کنفرانس کې د برېښنا شرکت سرپرست ريیس د ټولو ولایتونو د برېښنا مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې د عوایدو په راټولولو کې جدي پاملرنه وکړي.

هغه همدا راز د برېښنا ضایعاتو کچې د را ټیټولو لپاره هم اړوندو مسوولینو ته لارښوونې کړې او ټینګار یې کړی چې د برېښنا ضایعاتو په کمولو کې دې جدي هڅې وکړي.

د افغانستان برېښنا شرکت د سوداګریزو چارو ريیس مولوي عبدالرحمن رحماني هم ویلي هغه سیمې چې له مېټر پرته برېښنا کاروي او په ځینو سیمو کې یې بِېلونه په تېر وخت کې نه تحویلول، باید مجبور کړل شي چې نوي مېټرونه ولګوي او د برېښنا بېل پر خپل وخت تحویل کړي.

په ورته وخت کې د کابل برېښنا رئیس مولوي فضل الرحمن فضلي هم ویلي چې د کابل ښار په تره خېلو، الوخېلو او دغه راز نورو هغو سیمو کې جدي کار روان دی څو هغه کورنیو ته میټرونه ولګول شوي چې مخکې یې میټرونه یې نه لرل.

دا په داسې حال کې ده چې پژواک خبري اژانس د ۱۳۹۵ کال په غبرګولي میاشت کې یو راپور

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.