Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

برادر په دوحه کې د چین بهرنیو چارو له وزیر سره پر ځینو مهمو مسایلو خبرې کړې دي

کابل (پژواک، ۴ لړم ۱۴۰۰): د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي په دوحه کې د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر سره پر مهمو مسایلو خبرې کړې دي.

د اطلاعات او فرهنګ وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد ویلي چې دغه لیدنه او کاته پرون ماښام ترسره شوي دي.

ده لیکلي، په ليدنه کې د‌ افغانستان روان سياسي او اقتصادي وضعت او د دواړو هېوادونو ترمنځ پياوړې سیاسي او اقتصادي روابط تر بحث لاندې دي.

مجاهد همدا راز ویلي، نن به دوحه کې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي اميرخان متقي په مشرۍ يو پلاوی د چين د بهرنيو چارو وزیر او ورسره هیئت سره په مهمه غونډه کې ګډون وکړي.

د ده په وینا، په دغه غونډه کې دافغانستان او چين ترمنځ په مهمو سياسي، اقتصادي او نورو موضوعاتو بحث کيږي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.