کابل (پژواک، ۵ لړم ۱۴۰۰): ټاکل شوې چې نن په تهران کې د افغانستان په اړه د دغه هېواد د شپږو ګاونډیو هېوادونو غونډه جوړه شي، چې د ملګرو ملتونو سرمنشي به هم ورته وینا ولري.
د راپورنو له مخې، د دې غونډې موخې سیمه ییز امنیت، اقتصادي ثبات، د کډوالو ستونزې او په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت جوړول یاد شوي دي.
په یاده غونډه کې د ایراني چارواکیو تر څنګ د تاجکستان، ازبیکستان، ترکمنستان او پاکستان د بهرنیو چارو وزیران په حضوري ډول ګډون کوي خو د چین او روسیې د بهرنیو چارو وزیران انلاین برخه اخلي. د راپورونو له مخې دغې غونډې ته له افغانستانه څوک نه دي ور بلل شوي.
تهران تمه ښودلې چې غونډې ته به د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېریش هم د افغانستان لپاره د نننۍ غونډې له برخه والو سره خپل پيغام شریک کړي.
خو ځینو افغان شنونکو پژواک ته ویلي چې کېدای شي ایران کې په دې غونډه کې د سیمې هېوادونه د افغانستان د نوي حکومت رسمیت پېژندنې ته ځیني وړاندیزونه ولري او له یاد حکومته وغواړي چې د شیعه ګانو امنیت خوندي او له داعش سره مبارزه جدي کړي.
د هغوی په اند کېدای شي په یاده غونډه کې د سیمې هېوادونه له امریکا وغواړي چې د افغانستان پانګه له کنګله وباسي.
  . . .
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP