ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هوایي ډزو کې له ټپی شویو ۱۴ تنو سره سل، سل زره افغانۍ مرسته وشوه

هوایي ډزو کې له ټپی شویو ۱۴ تنو سره سل، سل زره افغانۍ مرسته وشوه

author avatar
27 Oct 2021 - 09:27
هوایي ډزو کې له ټپی شویو ۱۴ تنو سره سل، سل زره افغانۍ مرسته وشوه
author avatar
27 Oct 2021 - 09:27

کابل (پژواک، ۵ لړم ۱۴۰۰): د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وایي، شاوخوا یوه نیمه میاشت مخکي هوایي ډزو کې ۱۷ کسان نه، یو تن وژل شوی او ۱۴ ټپیان و او اوس د ټپیانو له هر یوه سره سل زره افغانۍ مرسته وشوه.

د روان کال د وږي په ۱۳مه شپه په کابل او ځینو ولایتونو کې وروسته له هغه هوایي ډزې وشوې چې د طالبانو له خوا د پنجشېر د نیولو اوازه خپره شوه.

هغه مهال ځینو رسنیو خبر خپور کړې چې په دغو ډزو کې ۱۷ کسان وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپیان دي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د دې «غمیزې» له پیښیدو وروسته په هوایي ډزو بندیز ولګېد او چارواکیو ته حکم وشو چې دغه پیښه په جدي ډول وڅيړي.

سرچېنې لیکلي: «د ټاکل شوي پلاوي د څیړنو په پایله کې ثابته شوه، چې د ۱۷ کسانو د شهادت خبره بې اساسه وه. په دې ډزو کې ۱۴ تنه په سطحي ډول ټپیان شوي وو او یوازې یوه تن خپل ژوند له لاسه ورکړی و. شهید شوی تن چې جسد یې د  څیړونکي هیئت له ورتګ وړاندې له شفاخانې وړل شوی و. د اسلامي امارت مسؤلینو هڅه وکړه چې کور یې پیدا کړي خو ونه توانیدل.»

سرچینه زیاتوي چې د یادو ۱۴ ټپیانو درملنه هم شوې او له هر یوه سره سل زره افغانۍ  مرسته هم وشوه.

یاد وزارت لیکلي چې د ورته پیښو د مخنیوي په موخه د تل لپاره په هوایي ډزو بندیز لګېدلی او که څوک بیا داسې کار وکړي له سخت چلند او سزا سره به مخامخ شي.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.