Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

چین: له افغانستان سره دې د نړیوالې ټولنې مالي ملاتړ بېرته پیل شي

کابل (پژواک، ۶ لړم ۱۴۰۰): د چین د بهرنیو چارو وزیر له نړیوال بانک او د پیسو له نړیوال صندوقه له افغانستان سره د مالي ملاتړ د بیا پیل غوښتنه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې پرون د ایران په پلازمېنه تهران کې د شپږو ګاونډیو هېوادونو په ګډون د افغانستان په اړه غونډه جوړه شوه.

د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي دغه غوښتنه پرون په تهران کې د افغانستان د ګاونډيو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو په غونډه کې د ویډيو کنفرانس له لارې مطرح کړې ده.

د خپرو شوو راپورونو له مخې، د چین د بهرنیو چارو وزیر ویلي: «افغانستان اوس په ټولو برخو کې بیا جوړونې ته اړتیا لري او د دغه هېواد پراختیا باید په لومړیتوبونو کې ځای ولري.»

نوموړي په خپلو خبرو کې له امريکا او نورو لوېديځو هېوادونو غوښتي چې د افغانستان پر وړاندې يو اړخيز بنديزونه دې له منځه یوسي.

په افغانستان کې واک ته د طالبانو له رسېدو سره نړیوال بانک د افغانستان شاوخوا لس میلیارده ډالره پانګه کنګل کړې او خوشې کېدل یې د طالبانو له کړنو سره مشروط کړې ده.

وانګ یي دغه راز د روغتيا له نړيوال سازمانه غوښتي چې له افغانستان سره د ډېر واکسین او روغتیایي تجهیراتو مرسته وکړي، څو دغه هېواد وکولای شي د کرونا ویروس پر وړاندې مبارزه وکړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.