Language

په تېرو څه کم دوو میاشتو کې څه باندې شپږ میلیارد افغانۍ ګمرکي عواید را ټول شوي

کابل (پژواک، ۶ لړم ۱۴۰۰): د مالیې وزارت وايي، په تېرو څه کم دوو میاشتو کې څه باندې شپږ میلیارده افغانۍ ګمرکي عواید راټول شوي.

هغوی دغه راز یادونه کوي چې پر لومړنیو خوراکي توکو یې ۶۳ سلنه ګمرکي محصول هم کم کړی دی.

له دغه وزارت څخه پژواک خبري اژانس ته په را استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې مالیې وزارت پر لومړنیو خوراکي توکو (اوړو، غوړیو او بورې) چې د واردولو او لګښت کچه یې ډېره ده، د ټیټ محصول اخیستو پرېکړه کړې څو په بازار کې یې بیه ټیټه شي.

د خبرپاڼې له مخې، مخکې پر یو ټن اوړو ۳۰۹۵ افغانۍ محصول اخیستل کېده، اوس ۱۰۰۰ افغانۍ اخیستل کېږي چې د پخوا په پرتله ۶۷،۷ سلنه ټیټوال ښيي، پر یو ټن غوړیو ۵۸۸۵ افغانۍ محصول اخیستل کېده، اوس ۲۰۱۲ افغانۍ اخیستل کېږي چې د تېر په پرتله ۶۵،۸ سنله ټیټوالی ښيي، دغه راز پر یو ټن بورې ۳۴۸۳ افغانۍ محصول اخیستل کېده، اوس ۱۵۴۸ افغانۍ اخیستل کېږي چې ۵۵،۶ سلنه ټیټوالی ښيي.

د خبرپاڼې په حواله، له خوراکي توکو ور ها خوا هېواد ته بل ډېر واردېدونکي او مصرفېدونکي توکي درمل دي چې مخکې یې ۲۰ زره کوډونه لرل او دغې چارې فساد ته لار جوړه کړې وه.

سرچینه وايي، اوس له نوې پالیسۍ سره سم درملو ته یو کوډ جوړ شوی چې هېواد ته یې د هغو د واردولو چاره اسانه کړې او د قاچاق مخنیوی یې شوی دی.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په تېره (وږي) میاشت کې د هېواد په کچه ۱،۰۷ میلیارده افغانۍ عواید راټول شوي وو خو د (تلې) په میاشت کې دغه عواید ۴،۶ میلیارده افغانیو ته لوړ شوي چې ۳،۵ میلیارده افغانۍ زیاتوالی ښيي.

د خبرپاڼې له مخې، ماليې وزارت په خپل ټول توان تر را روان ژمي د لومړنیو خوراکي توکو، روغنیاتو، سون توکو او درملو کیفیت ساتلو او قانوني واردولو ته ژمن دی او په دې برخه کې د خلکو د هوساینې په موخه په جدیت کار کوي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.