Language

د مبارزو ښځو حرکت: مطالعې سره ښځې کولای شي له خپلو حقونو دفاع وکړي 

کابل (پژواک، ۱۰ لړم ۱۴۰۰): د افغانستان د مبارزو ښځو حرکت وایي چې په مطالعې سره ښځې کولای شي د پرمختګ ترڅنګ له خپلو حقونو څخه هم دفاع وکړي.

يادو ښځو د لړم په ۱۰مه په کابل کې د خیابان، اعتراض او قدرت په نوم کتاب د معرفت د غونډې پر مهال وویل چې ښځې باید د کتاب مطالعه کول دود وګرځوي.

د دغو ښځو په استازيتوب وحیدې امیري وویل چې له نننۍ غونډې څخه موخه مطالعې ته د ښځو هڅول دي.

هغې وویل، د خیابان، اعتراض او قدرت په نوم ځکه غوره شوې ترڅو ښځې وکولاى شي د زور زياتې پر وړاندې مبارزه وکړي او خپل حقوق ترلاسه کړي.

نوموړې زياته کړه: ((په مطالعې سره ښځې کولای شي خپل ژوند ته پرمختګ ورکړي او په راتلوونکی کې له خپلو حقوقو څخه په ښه شان دفاع وکړي.))

همدارنګه د افغانستان د مبارزو ښځو د حرکت یوې بلې غړې شیبا روفي وویل چې هره ټولنه مطالعې ته اړتيا لري نو اړينه ده چې د خلکو ترمنځ د کتاب لوستل دود شي.

هغې وویل: ((که څوک غواړي چې د زور زياتي پر وړاندې اعتراض وکړي نو باید دا کتاب دې مطالعه کړي او په دې کتاب کې ډېر څه شته دی.))

نوموړې وایي چې دوى به هره اوونۍ یو- یو کتاب خلکو ته د مطالعې لپاره معرفي کوي.

د يادونې ده چې خیابان، اعتراض او قدرت په نوم د رامين کمانګر لخوا په ١٤٠ مخونو کې ليکل شوى چې تر ډېره محتويات د ښځو په حقونو او د زور زياتې پر وړاندې پر مبارزې څرخي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.