ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په تېر يوه کال کې په هېواد کې ۱۲ خبریالان وژل شوي

په تېر يوه کال کې په هېواد کې ۱۲ خبریالان وژل شوي

author avatar
2 Nov 2021 - 17:49
په تېر يوه کال کې په هېواد کې ۱۲ خبریالان وژل شوي
author avatar
2 Nov 2021 - 17:49

کابل (پژواک، ۱۱ لړم ۱۴۰۰): د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټه وايي، په تېر يوه کال کې په هېواد کې ۱۲ خبریالان وژل شوي او ۲۳۰ نور خبریالان له بېلابېلو تاوتریخوالو سره مخامخ شوي دي.

دغه مطلب د دې کمېټې له خوا د نومبر د ۲یمې د خبریالانو پر وړاندې له جرایمو څخه د معافیت د نړیوالې ورځې په مناسبت خپره کړې چې يوه کاپي يې پژواک اژانس ته رالېږلې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د خبریالانو پر وړاندې له جرایمو څخه معافیت، ټولو هېوادوالو ته د بیان ازادي او اطلاعاتو ته د لاسرسي حق تضمینوي.

سرچينې د نړيوالو شمېرو په اساس کښلي چې د خبریالانو پر وړاندې د جرایمو له هر عامل څخه د نړۍ په کچه یواځې یو هغه یې تر عدلي تعقیب لاندې نیول شوی دی او ۹ نور یې د بېلابېلو دلایلو له مخې نه دي تعقیب شوي.

سرچينه زياتوي، لکه څنګه چې خبریالان خلکو ته د معلوماتو په رسونه کې اصلي ونډه لري، نو د خبریالانو پر وړاندې له جرایمو څخه معافیت پر دغې پروسې منفي اغېزې پرې باسي او د واقعیتونو په اړه عامه پوهاوی او رغنده بحثونه محدودوي.

سرچينه کاږي، د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټې د شمېرو له مخې، د تېر کال له نوامبر میاشتې راهیسې په هېواد کې ۱۲ خبریالان وژل شوي او ۲۳۰ نور خبریالان له بېلابېلو تاوتریخوالو (ټپي کېدلو، وهل ټکولو، سپکاوي) او داسې نورو تاوتریخوالو سره مخامخ شوي دي.

دغه کمېټه څرګندوي چې په هېواد کې د نوي نظام له راتلو وروسته د خبریالانو د وژل کېدو یوه پېښه او د تاوتريخوالو ۶۷ پېښې رامنځته شوي، پاتې نورې پېښې د پخواني حکومت پر مهال شوې دي.

د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټې له حکومت څخه غوښتي چې د خبریالانو د خوندیتوب او د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالو د قضیو د حل لپاره د قانون د احکامو په رڼا کې ځانګړي میکانیزمونه رامنځته کړي او د خبریالانو پر وړاندې د پورته یادو شویو جرایمو عاملین دې تر عدلي تعقیب لاندې ونیسي ترڅو عدالت پلی شي.

Views: 19

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.