کابل (پژواک ۱۲ لړم ۱۴۰۰): ځينو رسينو او نورو سرچينو ليکلي چې د کابل پر څلور ۴۰۰ بستریز روغتون برید کې د کابل د قول اردو قوماندان مولوي حمدالله مخلص هم ژوند له لاسه ورکړی.
تېره ورځ له غرمې وروسته د کابل په وزير اکبرخان سیمه کې کې د سردار داوود خان ۴۰۰ بستریز روغتون مخې ته دوې چاودنې وشوې او ورپسې بریدکوونکو د روغتون په د ننه کې جګړه پیل کړه.
ځينو سرچينو د کابل په ياد بريد کې د مرګ ژوبلې کچه ۴۹ تنه يادوي، خو حکومت وايي چې په دغه بريد کې درې ښځې، يو ماشوم او درې امنيتي کسان وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي.
حکومتي سرچینو ویلي چې بریدکوونکي پنځه تنه و او ټول وژل شوي دي.
ځینو رسنیو ویلي چې په دغه برید کې د کابل د قول اردو قوماندان مولوي حمدالله مخلص هم ژوند له لاسه ورکړی.
د حکومت د ویاند مرستیال بلال کریمي وایي چې دا خبره تر اوسه چا نه ده تایید کړې، خو په تیلې ګرام کې د «امارتي مېډیا» ګروپ د مولوي حمدالله مخلص د جنازې اعلان خپور کړی او ویلي یې دي چې مولوي حمدالله مخلص په پروني برید کې وژل شوی دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP