اسعداباد (پژواک، ۱۲ لړم ۱۴۰۰): د کونړ د مرکز اسعداباد اوسېدونکي وایي چې د خوراکي او غیرخوراکي توکو بیې په بې ساري ډول لوړې شوي چې خلک یې د پېرلو توان نه لري .
په دې وروستيو کې د کاروبار نشتوالي او بيوزلي هغه لويې ننګوني دي چې خلک یې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.
د اړوندې موضوع په اړه د اسعداباد اوسېدونکي صادق سیار د لړم په ۱۲ مه پژواک ته وویل چې له یوې خوا بې روزګاري او فقر او له بل لوري په بازارونو کې د خوراکي او غیر خوراکي توکو د بیو لوړوالي خلک ډېر اندېښمن کړي دي.
نوموړی وویل: ((د خوراکي توکو بیې د پخوا په پرتله څو چنده لوړې شوې دي، هټۍوالو د خوراکي او غیر خوراکي توکو بيې په خپل سر لوړې کړې دي.))
دغه راز د اسعداباد بل اوسېدونکی ضیاالحق ساپی چې حکومتي دنده لري وایي چې د تېرو څو میاشتو معاشونه یې نه دي ترلاسه کړي چې له امله يې له ګڼو ستونزو سره مخ دى.
هغه زياتوي: ((پخوا به مو په میاشتنۍ د کورنۍ یو څه ګذاره کېده، اوس د څو میاشتو معاشونه هم نه دي راکړل شوي، د لسو کسو سرپرستي هم را په غاړه ده او په بازار کې هم هرڅه قيمته دي.))
بل لورته د اسعداباد ښار د اصنافو شورا مرستیال سید عظیم هم مني چې په بازار کې د خوراکي توکو په تېره د اوړو، غوړيو او بوري نرخونه د پخوا په پرتله ٢٠ سلنه لوړ شوي دي.
هغه وایي چې اوس مهال د ډالرو په مقابل کې د افغانیو ارزښت رالوېدلی او همدا لامل دی چې سوداګر خپل توکي په لوړو بیو پر مشتریانو پلوري .
نوموړي وویل: ((د خلکو تقاضا او غوښتنې ډېرې دي، د سوداګرو پیسې په بانکونو کې بندې پاتې دي،د توکو د را نیولو لپاره سوداګر د پیسو حواله نه شي کولی، بانکي سیستم غیر فعال دی نو ځکه د هر شي نرخ لوړ دى.))
په ورته مهال د کونړ ښاروال مولوي نظر محمد پژواک ته وويل چې په اسعداباد ښار کې د خوراکي او غیر خوراکي توکو د بیو د کنټرول په موخه ځانګړی کمېسيون رامنځته شوى دى.
نوموړي وویل: ((اسعداباد ښار کې مو هټۍوالو ته د توکو د پېرولو لپاره ځانګړې نرخنامې جوړې کړي او چاته اجازه نه ورکول کیږي چې په خپل سر توکو ته نرخونه وټاکي که څوک سرغړونه کوي مجازات کيږي.))
د يادونې ده چې د کونړ ترڅنګ په پلامېنې کابل او نورو ولايتونو کې هم د لومړنيو توکو نرخونه لوړ شوي چې ډېرى خلک يې د اخيستلو توان نه لري.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP