سرپل (پژواک، ۱۲ لړم ۱۴۰۰): د سرپل ولايت چارواکي وايي چې په تېرو ٢٠ ورځو کې د دغه ولايت د بلخاب ولسوالۍ د ډبرو سکرو له کان څخه داسې مهال ۲۶،۶ميليونه افغانۍ عواید راټول شوي، چې په تېر حکومت کې د کال یو اعشاریه پنځه میلیونه افغاني عواید ترې راټولېدل.
د سرپل ولایت د مستوفیت سرپرست محمد صادق حکیمي وویل چې له یاد کان څخه په شلو ورځو کې د ۲۶.۶ میلیون افغانیو راټولېدل د افغانستان د خلکو او حکومت لپاره ښه زیری دی.
د سرپل ولايت د مستوفيت رئيس هيله څرګنده کړه چې په راتلونکي کې به د دغه کان په عوايدو کې زياتوالى راشي او په ټوليزه توګه د کورنيو عوايدو په زياتوالي سره به د پروژو د پلي کولو لپاره د پيسو اړتيا له منځه ولاړه شي.
هغه وویل: «پخوانی نظام فاسد و او ټول کارونه یې په رشوت او غلا پورې تړلي وو، اوس چې د اسلامي امارت په نظام کې عدالت دی، په شلو ورځو کې د دولت خزانې ته ډېر عوايد راځي، چې په مخکني نظام کې ډېره کمه سلنه دغه پیسې د ماليې په نوم دولتي خزانې ته ورکول کېدې.»
دا په داسې حال کې ده چې د سرپل د مستوفیت د عوایدو رئیس حمیدالله عظیمي په وینا، په تېر حکومت کې د یاد کان کلنی عواید له یو اعشاریه پنځه میلیونو افغانیو نه ډېرېدل.
هغه د تېر حکومت په دوران کې له دغه کان څخه د کمو عوایدو ترلاسه کولو په اړه وویل :«لامل يې د ډبرو سکرو پر کان د ولسي جرګې د وکيلانو او سيمه ييزو زورواکو واکمني وه او اجازه يې نه ورکوله چې پيسې يې دولتي خزانې ته ولاړې شي.»
د سرپل ولايت د مستوفیت سرپرست وايي چې د بلخاب د ډبرو سکرو تر څنګ په دغه ولايت کې د سوغ بېل او قشقري د تېلو څاګانې هم د خلکو لپاره يوه ښه هيله ده، چې د وخت په تېرېدو به د هغو په استخراج سره په هېواد کې لوی اقتصادي بدلون راشي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP