مزارشريف(پژواک، ۱۳ لړم ۱۴۰۰): د بلخ اوسېدونکي او يو شمېر لرغون پېژندونکي له نوي حکومت څخه غواړي چې دغه ولايت کې دې د لرغونو اثارو او تاريخي آبداتو ساتنې او خوندي کولو ته جدي پاملرنه وکړي.
دوی وايي چې د تېرو دوو لسيزو جګړو پر مهال يو شمېر لرغونې سيمې زيانمنې شوي او که پاملرنه ورته ونه شي نو د طبيعي پېښو له امله يې د بشپړې نابودۍ امکانات ډېر دي.
په ورته مهال د بلخ د اطلاعاتو او فرهنګ رياست مسوولين وايي چې نږدې وخت کې به له اغاخان بنسټ او يونیسکو سره په ګډه د تاريخي اثارو او ځايونو د خوندي کولو چارې پيل شي.
بلخ د هېواد په شمال کې د ګڼو تاريخي اثارو او لرغونو شتمنيو په درلودو سره نړيوال شهرت لري؛ خو د دغه ولايت اوسېدونکي د اندېښنې په څرګندولو وايي که پاملرنه ونه شي نو ښايي ځيني تاريخي آبدات له منځه لاړ شي.
د بلخ ولسوالۍ اوسېدونکي محمد الله پژواک ته وويل چې د افغانستان نوی حکومت بايد د لرغونو اثارو ساتنې او خوندي کولو برخې ته جدي پاملرنه وکړي.
د هغه په وينا، د تېر حکومت پر مهال په يو شمېر لرو پرتو سيمو کې د تاريخي اثارو د خونديتوب امکانات نه وو؛ نو اوسنی حکومت بايد لاس په کار شي.
د هغه په وينا، يو شمېر تاريخي اماکن د جګړو پر مهال زيانمن شوي او که پاملرنه و نه شي نو د طبيعي افاتو لکه باران او واورې له امله په بشپړه توګه نابودېدای شي.
محمد الله وويل: ((د بلخ ولايت په بلخ ولسوالۍ کې د بلخ زوړ ديوال چې نږدې درې زره کاله تاريخ لري، ډېری برخې يې تخريب شوي، همدا راز په همدې ولسوالۍ کې د مولانا خانقاه هم د نابودۍ له ګواښ سره مخ دى، که پام ونه شي نو د سږ کال بارانونو له امله نور هم ويجاړېدای شي.))
د مزارشريف اوسېدونکی شهاب الدين وايي چې د تېر حکومت پر مهال بار بار د تاريخي آبداتو د رغونې ژمنې وشوې؛ خو د نا امنيو له امله عملي نه شوې.
هغه وايي که نوی حکومت دغې برخې ته پام وکړي نو دا به بلخ ته د سيلانيانو د راتګ برخه کې هم مثبت اغېز ولري.
د هغه په خبره، ډېری دغه لرغوني اثار د جګړو پر مهال زيانمن شوي دي.
نوموړي وويل چې پخوا په ځينو سيمو کې خپلسرې کېندنې هم روانې وې؛ خو زياتوي چې اوس يې تر ډېره مخه نيول شوې ده.
لرغون پېژندونکی صالح محمد خليق وايي چې لرغوني اثار او تاريخي آبدات د يوه ملت د هويت او فرهنګ پېژندنې مهم توکي دي.
هغه زياته کړه چې د نړۍ ډېر ملتونه د هغوی په تاريخي اثارو، لرغونو سيمو او دود او دستور پېژندل کېږي.
د خليق په خبره، د تېر حکومت پر مهال هم بلخ کې ډېری لرغوني ځايونه ورغول شول؛ خو زياتوي چې لا هم ډېر کار پاتې دی څو نوی حکومت يې ترسره کړي.
د هغه په وينا، جګړه، خپلسرې کيندنې او طبيعي پېښې بلخ کې د لرغونو اثارو د تخريب ستر لاملونه دي.
له دې سره د بلخ د اطلاعاتو اوفرهنګ رييس مولوي ذبيح الله نوراني وايي چې دغه ولايت کې يې د لرغونو اثارو د ساتنې لپاره جدي هڅې پيل کړې دي.
هغه وايي چې په ټولو سيمو کې يې د اسلامي امارت ځواکونه موظف کړي څو د خپلسرو کيندنو مخه ونيسي.
نوموړی زياتوي چې له اغاخان بنسټ او يونيسکو سره هم په تماس کې دي څو د بلخ هغه لرغوني ابدات خوندي کړي چې دمګړۍ د تخريب له جدي ګواښ سره مخ دي.
هغه وايي چې حکومت تر وروستي بريده هڅه کوي څو لرغوني شتمني له تخريب څخه وژغوري.
بلخ کې مدني فعالان، لرغون پوهان او مسوولين له عامو خلکو هم غواړي چې په لرې پرتو سيمو کې دې د تاريخي آبدو د ساتنې لپاره خپل مسووليتونه ادا کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP