کابل (پژواک، ۱۳ لړم ۱۴۰۰): د افغانستان د هوا پېژندنې ادارې په ۱۰ ولایتونو کې د احتمالي واورې، باران او سېلابونو راوتلو خبرداری ورکړی دی.
په هغه خبرپاڼه کې چې د دغه رياست پر فيسبوک پاڼه کې خپره شوې، راغلي چې په دغو ولايتونو کې کندوز، بدخشان، تخار، بغلان، پنجشېر، پروان، سمنګان، سرپل، باميان او د سالنګ او نورستان ځينې سيمې شاملې دي.
د افغانستان د هوا پېژندنې اداره وايي، په راتلونکو ۲۴ ساعتونو کې په یادو ولایتونو کې د واورې، باران او سیلابونو اټکل شوی دی.
دغه رياست وايي، چې د يادو ولايتونو په بېلابېلو سيمو کې د ورښت اندازه له (١٠ تر ٤٠)ملي مترو پورې ښودل شوې ده.
Views: 33
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن