کابل (پژواک، ۱۴ لړم ۱۴۰۰): ځینې سرچینې وايي چې د مشرانو جرګې ټلوېزیون د تخنیک برخې مدیر محمد هارون نیرومند ځانوژنه کړې خو د هغه ورور دغه قتل مرموز بولي او وايي چې ورور یې ځانوژنه نه ده کړې.
د هارون نیرومند ورور حامد نیرومند پژواک خبري اژانس ته وویل، هارون د دې لپاره چې د مشرانو جرګې د ټلوېزیون فعالیت درېدلی و او دندې ته نه تلو، نا ارامه و، خو د هغه قتل ځانوژنه نه ده، بلکې مرموز وژل شوی دی.
نوموړي وویل چې هارون د چهارشنبې په ورځ (د لړم ۱۲مه) له خپل بل ورور سره مستري خانې ته تللی و او کله چې ماښام کور ته راغی هیڅ ناراحتي نه درلوده.
هغه وايي: ((دا یوه دسیسه ده، عملي یا معتاد سړی نه و، راتلونکي ته هیله من و، هر ډول امکانات یې درلودل... خوشحال و، یو سالم انسان هیڅکله ځانوژنه نه کوي، دا ځانوژنه نه ده، هغه شپه مې له بل ورور سره ناست و، ډوډۍ یې خوړلې او تر یوولس بجو یې ټلوېزیون هم کتل و، بل ورور مې خپلې خونې ته تللی، سهار چې لمانځه ته راپورته کېږي، ګوري چې هارون په زینو کې را ځوړند شوی و، دا یو مرموز قتل دی، ځکه یې ځړولی څو وښيي چې ګواکې ځانوژنه یې کړې ده.))
په همدې حال د مشرانو جرګې د ټلوېزیون رییس میرویس خاورین پژواک ته وویل چې نیرومند د پنجشبنې په شپه ځانوژنه کړې ده.
د هغه په خبره، د نیرومند د کورنۍ غړو ورته ویلي چې نیرومند د اقتصادي ستونزو له امله ځان وژلی دی.
خاورین وايي چې د مشرانو جرګې فعالیت په هېواد کې د وروستي بدلون او د پالیسۍ نشتوالي له امله درول شوی دی.
د خبریالانو خوندیتوب کمېټه کې د خبریالانو د قضیو د څېړنې مسوول جمیل وقار هم وايي چې نیرومند د اقتصادي ستونزو له امله ځانوژنه کړې ده.
د نیرومند کورنۍ په داسې حال کې د هغه قتل مرموزه وژنه بولي چې تېره ورځ په ننګرهار کې هم د یوې سیمه ییزې راډیو دوه خبریالان ناپېژاندو وسله والو له وهلو ډبولو وروسته له ځان سره بیولي دي.