Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د سالنګ لویه لار د ټېلري موټر پر مخ وتړل شوه

چاریکار (پژواک، ۱۴ لړم ۱۴۰۰): د سالنګونو لویه لار چې مرکز د هېواد له شمالي ولایتونو سره نښلوي، د واورې اورېدو له امله د ټېلري موټرو پر مخ تړل شوې ده.

د سالنګونو د مراقبت او ساتنې ریاست په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې دغه لار پرون ماښام د ترافیکو جریان کې د ځنډ د مخنیوي او د مسافرو خوندیتوب لپاره د ټېلري موټرو پر مخ تړل شوې ده.

یاد ریاست د ټېلري موټرو له چلوونکو غوښتي چې د اقلیمي وضعیت تر ښه کېدو پور دې پر دې لار له تګ راتګه ډډه وکړي.

سرچینې د نورو موټرو له چلوونکو غوښتي چې پر دې لاره د سفر پر مهال دې ترافیکي قوانین مراعات کړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.