Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د غور په دولتیار ولسوالۍ کې چاودنې یوه نجلۍ وژلې

فیروزکوه (پژواک، ۱۵ لړم ۱۴۰۰): د غور په دولتیار ولسوالۍ کې سیمه ییزې سرچینې وايي چې په دې ولسوالۍ کې د چاودنې له امله یوه نجلۍ وژل شوې ده.

یوې حکومتي سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي، پژواک ته وویل، یاده چاودنه تېره ورځ په دولت یار ولسوالۍ کې د یوه سیمه ییز قوماندان په کور کې شوې ده.

د احمد سعید په نوم د سیمې اوسېدونکي پژواک ته وویل چې په دې چاودنه کې یوه نجلۍ وژل شوې ده.

بلخوا یوې سیمه ییزې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي وویل: ((تېره ورځ د دولت یار ولسوالۍ په ده مرده سیمه کې یوه کور ته د لاسي بم غورځول شوی چې له امله یې یوه نجلۍ چې محصله وه وژل شوې ده.))

د دې سرچینې په خبره، د یادې نجلۍ پلار مخکې د ولسي پاڅون کوونکو غړی و.

حکومتي سرچینو تر اوسه د یاد خبر په اړه څه نه دي ویلي.

د چاودنې مسوولیت تر اوسه کومې ډلې نه دی منلی.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.