ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندهار ښوونکي: تر هغه چې معاش نه وي ورکړل شوی خپلو دندو ته نه ځي

د کندهار ښوونکي: تر هغه چې معاش نه وي ورکړل شوی خپلو دندو ته نه ځي

author avatar
6 Nov 2021 - 16:02
د کندهار ښوونکي: تر هغه چې معاش نه وي ورکړل شوی خپلو دندو ته نه ځي
author avatar
6 Nov 2021 - 16:02

کندهار (پژواک، ۱۵ لړم ۱۴۰۰): د کندهار د دولتي ښوونځيو ښځینه او نارینه ښوونکو نن د لړم په ۱۵مه د کاربندیز اعلان وکړ او ویې ویل، تر هغه چې معاش نه وي ورکړل شوی نور خپلو دندو ته نه ځي.

دغه ښوونکي چې شمېر یې سلګونو ته رسېږي وایي، نور نه د خوراکي توکو لپاره پيسې لري او نه څوک پور ورکوي چې دوی پرې خپلې اړتیاوې پوره کړي.

د کندهار ښار د احمد شاه بابا لېسې یوه ښوونکي غلام محمد پژواک خبري اژانس ته وویل، څلور میاشتې کېږي چې معاش نه دی ورکړل شوی، خو دوی بیا هم خپلو دندو ته دوام ورکاوه.

ده زیاته کړه، اوس د پوروړو له لاسه ښوونځي ته نه شي تللی، هغوی راګرځوي او پیسې ورڅخه غواړي خو دی هیڅ هم نه لري.

محمد کبیر بل ښوونکی دی چې عمر یې له ۵۰ کلونو اوښتی او له نیمايي ډېر عمر د ښوونکي په توګه دنده ترسره کوي.

دی وایي: «ښوونکي ډېره غریبه طبقه ده چې اکثره یې په کرایي کورونو کې اوسېږي نو له هرې لارې چې وي د دوی معاشات باید اجرا شي.»

دغه راز ښځينه ښوونکې هم وایي، کورنۍ یې د دوی معاش ته په تمه دي خو څلور میاشتې کیږي چې د معاش درک نشته او دوی له سختو ستونزو سره مخ دي.

د کندهار ښار د عینو لېسې یوه ښوونکې زهرا وایي، که څه هم ناروغه وه خو د ماشومانو د تدریس لپاره ښوونځي ته تلله، له دې وروسته نه د موټر کرایه لري او نه هم پلې ښوونځي ته ځي.

د زرغونې انا لېسې یوه ښوونکې مریم بیا وایي، د کورنۍ سرپرستي ور د غاړې ده، چې معاش نه وي نو اولادونه به یې له لوږې ژوند له لاسه ورکړي.

دا وایي، له یوې خوا د خوراکي او سون توکو بیه لوړه شوې او له بلې خوا معاش نه لري چې د دې ژوند یې له سختو کړاوونو سره مخ کړی دی.

بل خوا په کندهار کې د ښوونکو د اتحادیې رییس خوشحال وايي چې د دغه ولایت ټولو ښوونکو کاربندیز نه دی کړی او په دې اړه یې پرېکړه تر راتلونکې سه شبنې ځنډولې ده.

دغه راز زده کوونکي هم له نوو واکمنو غوښتنه کوي چې د ښوونکو معاشات ورکړي، څو د دوی د زده کړې په بهیر کې ځنډ را نه شي.

پر همدې مهال د کندهار د پوهنې رییس مفتي قدرالله وصال پژواک خبري اژانس ته وویل، د ښوونکو معاشات له مالیې وزارت څخه بانک ته لېږل شوي او پروسه یې بشپړه شوې خو دا چې د معاشاتو ورکړې قرارداد له یوه خصوصي بانک سره شوی، دغه بانک د افغانستان بانک له پرېکړې سره سم په یو ځل ډيرې پيسې نه شي ورکولای.

دی وایي، دا ستونزه یې له ولایتي ادارې سره شریکه کړې او د کندهار والي جدي کار ورباندې کوي څو ستونزه حل  شي او ښوونکي خپل معاشونه تر لاسه کړي.

که څه هم ښوونکي د پوره څلورو میاشتو د معاشاتو غوښتنه کوي خو د پوهنې رییس وایي، اوس مهال هڅه کېږي یوازې د یوې میاشتې معاش اجرا شي.

هغه دغه راز د يونیسف هغه ژمنې ته چې د ښوونکو د معاشاتو د ورکړې په اړه یې کړې په اشاره وویل، دوی د نړیوالو د مرستو هرکلی کوي، دا ډېر ښه ګام دی خو د افغانستان کنګل شوي پيسې هم باید د افغانانو په واک کې ورکړل شي تر څو له اوسني بحراني حالت پای ته ورسېږي.

واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته له تېرو څو میاشتو راهیسې نه یوازې د ښوونکو معاشات نه دي ورکړل شوي، بلکې لسګونه زره نور دولتي مامورین نه یوازې چې معاشات یې نه دي اخیستي، ډېرو یې خپلې دندې هم له لاسه ورکړي دي.

Views: 40

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.