Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

قطر: د افغاستان له سقوط نه د مخنیوي لپاره دې نړیواله اجماع وشي

کابل (پژواک، ۱۵ لړم ۱۴۰۰): د قطر د بهرنیو چارو وزیر وايي، د افغانستان حکومت که د "ترورېزم" پر ضد جدي ګامونه واخلي او د ښځو حقونه تأمین کړي نو نړیواله ټولنه به د دغه هېواد د سقوط مخه ونیسي.

د قطر د صدراعظم مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن الثاني پرون د سلووینیا له بهرنیو چارو وزیر انزې لوګر( Anze Logar) سره په ناسته کې ویلي چې د افغانستان د سقوط مخنیوي لپاره باید نړیواله اجماع رامنځته شي.

دی وايي، نړیواله ټولنه دې له افغانستان سره د بشري مرستو د رسولو په هڅو کې برخه واخلي.

د ده په وینا، که د افغانستان سرپرست حکومت د "ترورېزم" پرضد مبارزه کې جدي ګامونه واخلي، نو نړیواله ټولنه به د دغه هېواد د منزوي کولو پرځای له افغانانو سره اړیکې وساتي.

هغه وایی، طالبان دې د ټولنې ټولو برخو ته له تبعیض پرته فرصت ورکړي او د ټولو وګړو په ځانګړې ډول د ښځو او نجونو د حقونو د خوندیتوب ډاډ دې ورکړي.

د قطر د بهرنیو چارو وزیر د وږي په میاشت کې وروسته له هغه چې افغانستان کې نوې سرپرسته کابینه اعلان شوه، وویل چې د افغان ښځو حقونو ته دې درناوی او د تېرو شلو کلونو لاسته راوړنې دې خوندي پاتې شي.

قطر د جمهوریت او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو کوربه و او دغه هېواد له دې مخکې هم له نړیوالې ټولنې غوښتي چې له افغانستان سره تعامل وکړي.

د افغانستان د سرپرست حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد بیا - بیا ویلي چې ښځو ته به د اسلامي شریعت د قوانینو په چوکاټ کې ټول حقونه ورکول کېږي.

د راپورنو له مخې، په وروستیو کې ځینو حکومتي ادارو ته د ښځینو کارکوونکو تګ ډېر شوی او په ځینو ولایتونو کې د نجونو ښوونځي هم بېرته پرانیستل شوي دي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.