جلال اباد (پژواک، ۱۶ لړم ۱۴۰۰): د ننګرهار د عامې روغتيا رياست تر چتر لاندې د روغتيايي علومو د انسټيټیوټ د نارينه او ښځينه زده کوونکو پر مخ پرانېستل شو.
چارواکي وايي، د دغې چارې موخه دا ده چې وښيي اسلامي امارت د ښځو د زده کړو پر وړاندې هیڅ خنډ نه جوړوي، خو شرط دا دی چې د زده کړو چاپیریال د اسلامي شريعت په رڼا کې جوړ شوی وي.
دغه انسټيټیوټ چې په ۲۰۰۲ کال کې يې فعاليت پيل کړی او تر اوسه يې د روغتيايي علومو په برخه کې زرګونه نارينه او ښځينه زده کړيالان په نيمه لوړو زده کړو سمبال کړي، د نوي نظام له راتګ سره سم يې دروازه تړل شوې وه.
خو نن د لړم په ۱۶مه يو ځل بيا ياد انسټيټیوټ پر فعاليت پيل وکړ او په يوه ټولګي کې د پردې په وهلو يې نارينه او ښځينه زده کوونکو ته يوځای د زده کړو اسانتيا برابره کړه.
د ننګرهار د عامې روغتيا رييس عطاء الرحمن فاتح وويل چې د دغه انسټيټیوټ د پرانېستل کېدو دوه موخې وې، يوه دا چې وښيي اسلامي امارت د ښځو د زده کړو هیڅ مخنيوی نه کوي او بل دا چې د ډېرو خصوصي انسټيټیوټونو ښځينه زده کوونکې زده کړو ته نه حاضرېدې نو ځکه يې دغه انسټيټیوټ بيا فعال کړ.
د هغه په وينا، د انسټيټیوټ درسي ماحول اسلامي شوی، تر ډېره هڅه شوې چې د نجونو او هلکانو ټولګي جلا شي؛ خو که کوم ټولګي امکان نه درلود د ټولګي په منځ کې پرده وهل شوې او نارينه او ښځينه زده کوونکي جلا شوي دي.
د روغتيا رييس دغه راز د ياد انسټيټیوټ ښځينه زده کړيالانو او استادانو ته ډاډ ورکړ چې هر ډول ستونزو ته به يې رسېدنه وشي او په ډاډه زړه کولای چې خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.
په همدې حال کې ښځينه او نارينه زده کړيالانو خوښي وښوده چې له اوږده ځنډ وروسته يې د زده کړو بهير پيل شو.
ثريا چې په دغه انسټيټیوټ کې د عالي قابلګۍ زده کوونکې ده وايي، د طالبانو په راتګ سره اندېښمنه وه چې بيا به ورته د زده کړو او دندې چانس په لاس ورشي کنه خو اوس چې د زده کړو زمينه بيا برابره شوه ډاډمنه ده چې دنده به هم تر لاسه کړي.
د يادونې ده دمګړۍ د ننګرهار د عامې روغتيا رياست د غضنفر د روغتيايي علومو انسټیټیوت کې کابو شپږ سوه زده کړيالان په زده کړو بوخت دي چې له ډلې يې ۱۰۰ تنه نجونې دي.
دغه راز ننګرهار کې شاوخوا لس نور خصوصي انسټيټیوټونه هم شته چې د روغتيايي علومو نيمه لوړې زده کړې په کې ترسره کېږي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP