ترینکوټ (پژواک، ۱۷ لړم ۱۴۰۰): د اروزګان په مرکز ترینکوټ کې د سرګلولې چاودنې د یوې کورنۍ ۳ غړي وژلي او ۵ نور یې ټپیان کړي دي.
پېښه تېره ورځ ناوخته د ترینکوټ اړوند په چشمه میران سیمه کې شوې ده.
د پېښې د قربانیانو د کورنۍ یوه غړي عبدالمالک پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه سیمه کلونه د جګړې ډګر و چې ماشومانو په کې د راکټ یوه ناوچاودې سرګلوله موندلې وه.
هغه زیاته کړه، ماشومانو سرګلولې ته اور اچولی چې چاودنه یې کړې او په پایله کې یې د یوې کورنۍ ۳ غړي (یو ورور او دوه خویندې) وژلي او ۵ نور (یو ورور او څلور خویندې) یې ټپیان کړي چې عمرونه یې له ۴ تر ۱۵ کلونو دي.
دی وایي، ټپیان لومړی ولایتي روغتون او له هغه ځایه د کندهار میرویس روغتون ته وړل شوي دي.
دغې پېښې د سیمې خلک اندېښمن کړي او نیوکې کوي چې سیمې یې د جګړې له پاتې شونو، ماینونو، ناچاودو مرمیو او سرګلولو ډکې دي چې د دوی ژوند یې له ګواښ سره مخ کړی دی.
د سیمې یوه اوسېدونکي چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي، پژواک ته وویل، له هغه وروسته چې خلک کمربندي سیمو ته راکډه شوي، نو هره ورځ د جګړې د پاتې شونو له امله د مرګ ژوبلې له خطر سره مخ دي.
د اروزګان ولایتي روغتون مسوول ډاکتر امین الله توخي پژواک ته وویل، تېره شپه له چشمه میران سیمې روغتون ته ۴ ټپیان ور وړل شوي وو چې دوه یې کندهار ته ولېږدول شول او د دوو نورو درملنه همدلته کوي.
د اروزګان امنیه قوماندان حاجي بشیر وايي، ټولو امنیتي مسوولینو ته یې سپارښتنه کړې ده چې له کمربندي سیمو د جګړې پاتې شوني ټول کړي.
هغه مني چې ځینې سیمې له ګواښه ډکې دي او له خکو د نه ورتګ غوښتنه کوي.
Views: 108
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن