ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د نایجریا په یوه ښوونځي کې د اورلګېدنې له امله ۲۵ ماشومان مړه شوي

د نایجریا په یوه ښوونځي کې د اورلګېدنې له امله ۲۵ ماشومان مړه شوي

author avatar
9 Nov 2021 - 15:42
د نایجریا په یوه ښوونځي کې د اورلګېدنې له امله ۲۵ ماشومان مړه شوي
author avatar
9 Nov 2021 - 15:42

کابل (پژواک، ۱۸ لړم ۱۴۰۰): د نایجریا مرادي ښارګوټي په یوه ښوونځي کې د اورلګېدنې له امله لږ تر لږه ۳۹ ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې او په دغه ښار کې درې ورځنی ماتم اعلان شوی دی.

رویټرز خبري اژانس د لوېدیځې افریقا اړوند نایجریا هېواد د وزیرانو شورا خبرپاڼې له مخې لیکلي چې د دغه هېواد سوېلي برخه کې په یوه ښوونځي کې د اورلګېدنې له امله ۲۵ ماشومان مړه شوي دي.

سرچینې زیاته کړې چې په دې پېښه کې ۱۴ ماشومان ټپیان شوي او له دې ډلې د پنځو روغتیايي حالت نازک دی.

سرچینې د نایجریا د ښوونې او روزنې سیمه ییز مشر مامان هدي له قوله لیکلي: "د اوس لپاره موږ نه شو کولی د اور لامل په ګوته کړو."

د هغه په وینا، په یاد ښوونځي کې یې زده کړې ځنډولې دي او په مرادي ښارګوټي کې- چې دغه ښوونځی په کې دی- درې ورځنی ماتم هم اعلان شوی.

د راپورونو له مخې، دا په روان کال کې دویم ځل دی چې په نایجریا کې د زده کوونکو په ټولګیو کې اورلګېدنه رامنځته کېږي.

په ورته یوه مخکنۍ پېښه کې چې د روان کال په اپرېل میاشت کې رامنځته شوې وه، شل ماشومان په مړه شوي وو.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.